تاند- د وزیرستان مرکز میرانشاه ته نژدې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په تازه برید کې ۱۱ پنجابي طالبان وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا بې پېلوټه الوتکو نن سهار میرانشاه ته نژدې په دته خېلو کې د طالبانو پر یوه مرکز ۸ توغندي وویشتل چې په نتیجه کې یې ۱۱ تنه ووژل شول.
راپورونه وايي چې ټول وژل شوي کسان پنجابي طالبان دي.
د پاکستان حکومت د دې پېښې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
دا له کله چې د پاکستان پوځ پر شمالي وزیرستان یرغل پیل کړی دی، د امریکا د بې پېلوټه الوتکو څلورم برید دی.
د جون په شپاړسمه د بې پېلوټه الوتکو په برید کې ۱۸ تنه وژل شوي ول.
Fuck pakistan the army has opration And taliban is still in wazeristan
پاکستان فوځ وایی ۸۰ فیصده ساحه یی د طالبانو پاکه کړی دته خیل د میرانشاه مرکز نه به ۲ کیلومتره فاصله نه لری دا څنګه تصفیه ده که دا یی د افغانستان لپاره ساتلی چی د کابل بانک لپاره یی بیا راولیږی