تاند- هند ته له افغانستان څخه د پیاوزو لویه جوپه ورسېده او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې نور پیاز هم دغه هیواد ته صادر شي.

هندي رسنیو نن وویل، داسي نه ښکاري چې د پیازو بیه دې د اوس په شان ثابته پاتې شي ځکه چې له افغانستانه د پیازو واردات پیل شوي دي.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس د پاکستان له لارې د هند واګې او امرتسر ته په لسګونو ټنه پیاز رسېدلي دي.

هندي چارواکو وویل، امرتسر او واګې ته پرون له افغانستانه ۴۸ ټنه پیاز راورسېدل او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ لاریو پوري پیاز راورسېږي.

هند تېر کال هم کله چې په خپل هیواد کې د پیازو د کمښت له کبله له بحران سره مخامخ شو، له افغانستانه پیاز وارد کړل.

په همدې منځ کې نن د نوي ډیلي حکومت اعلان وکړ چې د پیازو له رارسېدو سره په پلازمېنه ډیلي کې د پیازو او کچالو د کمښت ستونزه پای ته رسېدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *