تاند- د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځینۍ مسابقه روانه ده.

پچه زیمبابوې وګټله او غوره یې وګڼله چې میدان ته شي او افغان لوبغاړي بیټنګ وکړي. په تېره مسابقه کې هم پچه زیمبابوې ګټلې وه او ورته پرېکړه یې کړې وه.

افغانستان د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۵۶ منډې جوړي کړي.

نن د تېرې سیالۍ خلاف عثمان غني ښه لوبه وکړه. ده په ۱۴۳ توپونو۱۱۸ منډې جوړې کړې.

اوس لوبه درول شوې ده، د زیمبابوې ټیم لا بیټنګ نه دی پیل کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *