تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو د تفتیش په کار کې رامنځته شوی خنډ پای ته ورسېد او د دواړو کاندیدانو د استازو په ګډون د رایو څارنه او څېړنه پیل شوه.

کمیسیون وویل چې د رایو تفتیش د سو تفاهم په وجه درول شوی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویتندوی نور محمد نور رسنیو ته وویل چې اختلاف د لاسلیک شویو او ټیک مار شویو رایو پر سر رامنځته شوی و خو اوس دا مشکل ختم شوی او د رایو شمېرنه او تفتیش بېرته په عادي ډول دوام لري.

مخکې ویل شوي و چې پر رامنځته شوي اختلاف د دواړو کاندیدانو دانتخاباتي ټیمونو غړي د ملګروملتو له مرستندوی دفتر سره خبرې کوي.

ویل شوي چې موافقه پر دې وشوه چې لاسلیک شوې رایپاڼې به منل کېږي.

مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي و چې هغه رایپاڼې چې لاسلیک شوي وي او ټیک مار نه وي، باطلې دي.

تراوسه پوري په تېرو ۴ ورځو کې د ۴۳۵ صندوقونو رایې څېړل شوي دي. دا په داسي حال کې ده چې په يپیل کې ویل شوي و چې د ورځې به د شاوخوا زر صندوقونو رایې څېړل کېږي او ټول بهیر به په درو اوونیو کې بشپړېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو د ټولو ۸ ملیونه او ۱ لک رایو پر بشپړ تفتیش تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړتوب موافقه وشوه.

د جوزا د څلرویشتمې نېټې دوهم ځلي انتخابات اشرف غني احمدزي په څه باندې ۵۶ فیصدو وګټل خو عبدالله عبدالله د انتخاباتو پر نتیجې جنجال وکړ او د رایو د بیا تفتیش او شمېرلو غوښتونکی شو.

0 thoughts on “د رایو د ټیک مار او لاسلیک پر سر اختلاف پای ته ورسېد او د تفتیش بهیر بېرته پیل شو”
  1. پداسی حال کی چی زمونږ په ګران هیواد کی هری خواته د جنګ اورونه بل دی او دښمن هره لحظه د مرګ تهدید کوی ، د افغانستان خلکو په خورا متانت سره رایه ورکړه او دوی خپله سیاسی ارداده تمثیل کړه . زمونږ په بیرته پاته ټولنه کی چی تر نیمایی زیات خلک نالوستی دی او له بلی خوا خپله مسلکی کسان هم نه پوهیږی چی « ټیک مارک» صحی دی او که لاسلیک ، څه مفهوم ورکوی؟ د بیا رایو شمیرنه د اصلی او تقلبی رایو بیلول دی ، نه « ټیک مارک» او لاسلیک . دواړه صحی دی. دا داسی معنی ورکوی چی یو څوک پیاده راغلی اوبل په موټر کی ، اوس باید « ګوډ ملا » نظر ورکړی چی کوم یو صحی راغلی او کوم یو غلط.
    که تاسو زمونږ د دوری د مشهور « ګوډ ملا – ملا فضل احمد معنوی » مشورو ته ګوری نو دا بیا د افغانستان له میړنیو خلکو سره لویه جفا ده. دوی به مخکی خلکو ته لارښوونه کړی وه چی څه وکړی او کوم کار صحی نه دی. اوس چی له انتخاباتو نه تقریبا دوه میاشتی تیریږی او نهایی نتیجه لا نده اعلان شوی ، د مخکنیو اشتباګانو اصلاح په بیځایه وخت تیرولو سره عبث کار دی. ولس د خپلی سیاسی ارادی د تمثیلولو پایلو ته منتظر دی. هرڅوک چی د ولس په رایو سیاسی تجارت کوی، هغه ولس ته توهین کوی او له هغوی د خدمت انتظار هم بی ګټی کار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *