د افغان ملي غورځنګ مطبوعاتي اعلامیه
نیټه: ۲۹ چنګاښ ۱۳۹۳
ځای: سپین زر هوټل، د غونډو تالار، کابل
افغانستان د تیرو درې نيمو لسیزو د بحران او غیمزې د پای لپاره په روان کال ( ۱۳۹۳) کې د ولسمشريزو ټاکنو له لارې یو طلایې فرصت تر لاسه کړ، افغانانو د نورو سیالو ملتونو په څیر یو ځل بیا پخپلو مالي او ځاني قربانیو دا ثابته کړه چې دوی ته تر هر څه د مخه د خپل هېواد ګټې، ثبات او ټیکاو ارزښتمن دی، په همدې پار یې د ټاکنو په دواړو پړاوونو ( د وري په شپاړسمه او د غبرګولي په څلرویشتمه ) کې د پراخ ګډون له لارې د ملي حماسې د جوړیدو تکل وکړ او د افغانستان د نوي زعیم ( ولسمشر ) د ټاکلو پروسه يې په بریالیتوب ترسره کړه.
د دې ترڅنګ چې د ټولو رايو د بيا ځلي تفتيش لپاره پرېکړه شوې او د قانون او مهالوېش خلاف د ټاکنو د وروستيو پايلو اعلان او د سياسي واک لېږد ځنډېږي، له بده مرغه داسې ګنګوسې هم اورېدل کېږي چې دواړه نوماندان د افغان ملت د رایو پر سر کوم سیاسي جوړښت ته زړه ښه کړی او د ملي وحدت د حکومت په پلمه د يوه سياسي سهامي شرکت او ورپسې هم د سياسي نظام بدلانه ته لاروه اواروي، چې دا په هیڅ صورت د افغان ملت د رایو تمثل نشي کیدلی. د ولسواکۍ اصل دا دی چې د اکثریت رایو ګټونکی به د هیواد یواځینی ولسمشر ټاکل کیږي او د خپل حکومت په جوړولو او د راتلونکو پروګرامونو د پلي کولو لپاره به آزاد لاس لري او پر وړاندې به يې بایلونکی نوماند د سياسي نظام یوې بلې مهمېدندې ته، چې د سالم سیاسي اپوزیسون جوړول او مشري ده، غاړه ږدي. افغان ملي غورځنګ چې د خپلو ملي او سياسي ارزښتونو له مخې د ټاکنو په دواړو پړاوونو کې نه يوازې د ډاکتر اشرف غني احمدزي له ملي پروګرامونو څخه ملاتړ وکړ، بلکې په نه ستړې کېدونکې توګه يې د ټول هېواد په کچه کمپاين وکړ، لازمه ګڼي چې نن د رسنیو په مخ کې د افغان ملت د سیاسي ارادې د تمثیل په پار د یو مدني حرکت له لارې د ملت غږ پورته کړي، خپلې اندېښنې، پوښتنې او سرې کرښې د تحول او تداوم ټيم په آدرس مطرح کړي:
– د امريکې د بهرنيو چارو د وزير په منځګړتوب له ترسره شويو توافقاتو څه باندې يوه اونۍ اوړي، خو تر اوسه پورې موږ په معلوماتي خلا کې يو او هره ورځ راز راز ګونګسې اورو. موږ له ډاکتر صيب اشرف غني احمدزي څخه په زغرده غوښتنه کوو، چې د ترسره شويو توافقاتو په اړه خپلو پلويانو او په ټوليزه توګه ملت ته دقيق معلومات او توضېحات وړاندې کړي. موږ د ملي وحدت د حکومت د اصطلاح او څرنګوالي په اړه جدي اندېښنې لرو او موږ ته د بن د کنفرانس په څېر د يوه بل تحميلي پروګرام نښې نښانې ښکاري.
– دا سمه ده چې کابو څلور نيم ميليونه افغانانو ډاکتر صيب اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړې ده او د يوې بېړنۍ پرېکړې لپاره له ټولو سره سلا مشوره ممکنه نه ده، خو زموږ په اند د ټاکنو په دواړو پړاوونو کې د مشرتابه يوه داسې مرجع رامنځته شوې چې بايد د مهمو پرېکړو اړوند مشوره ورسره وشي. زموږ پوښتنه دا ده چې د ترسره شويو توافقاتو په برخه کې له کومې مرجع سره سلا مشوره شوې ده او يا تر دې وروسته د مهمو پرېکړو مرجع چېرته ده؟
– موږ يوه خبره په زغرده کوو، چې د تحول او تداوم له ټيم څخه مو د هغو ملي پروګرامونو لپاره ملاتړ کړی، چې د کمپاين پر مهال يې له ولس سره شريکول نه د هغو طرحو لپاره چې اوس د پردې تر شا مطرح کېږي.
– څرنګه چې موږ د سيال ټيم له مشرانو څخه اورو، چې ګواکې د يوه ائتلافي حکومت پر جوړېدو سلا شوې او په پام کې ده چې سيال ټيم ته د لومړي وزير هومره واکونه او د اپوزېشن مشري دواړه ورکړل شي. افغان ملي غورځنګ د تحول او تداوم له ټيم څخه د ملاتړ په ورځ په څرګند ډول خپل شرطونه مطرح کړي وو، چې يو مهم شرط يې هم د سياسي سهامي شرکت په بڼه د حکومت له جوړولو سره جدي مخالفت او د شايسته سالارۍ د اصل په پام کې نيول و. موږ په تېرو ديارلسو کلو کې د سهامي شرکت ډېرې ستونزې او نه جبرانېدونکي زيانونه ګاللي دي او د تحول او تداوم له ټيم څخه مو د همدغو نيمګړتياو د اصلاح لپاره ملاتړ وکړ.
– سره له دې چې د سيال ټيم تر فشار لاندې قانون، د پايلو د اعلان مهالوېش او ډېر نور اصول تر پښو لاندې شول، خو موږ به د ملي مصلحتونو او راتلونکي مشروع نظام لپاره دا ټول وزغمو، خو دا نه شو زغملای چې د رايو تر تفتيش وروسته دې بيا هم د ټاکنو د ګټونکي موقف څرګند نه وي. موږ تر جېح ورکوو، چې تفتیش دې لا جدي شي، خو په پاي��ه کې بريالی نوماند بايد د راتلونکي حکومت په جوړولو او د موعود پروګرام په پلې کولو کې آزاد لاس ولري.
– د ولسواکۍ مدار د رايو پر اکثریت دی، که چېرې د پايلو تر اعلان وروسته بيا هم پر ګټونکی نوماند د ائتلافي حکومت په بڼه يو سهامي شرکت تپل کېږي، دا به په واقعيت کې د ټاکنو پر ارزښت او په دې لاره کې د خلکو پر ايثار د نفي کرښه وباسي او د ولسواکۍ اصل او ماهيت به تر پښو لاندې کړي.
– موږ د ملي وحدت د تامين لپاره د راتلونکي حکومت د هڅو بشپړ ملاتړ کوو او په دې اند يو چې په راتلونکي حکومت کې د افغانستان هېڅ قوم او سيمه بايد د محروميت احساس ونه کړي، بلکې د ټاکلو معيارونو او اصولو له مخې د هر چا لپاره بايد ځای وي، خو دا په دې مانا نه ده چې د پخوا په څېر دې بيا يو شمېر قومي ټېکه دارانو ته د قوم په نامه باج او ځانګړي امتيازات ورکړل شي. زموږ په اند د افغانستان د ملي يووالي پر وړاندې اصلي خنډ همدا د قومي ټيکه دارۍ نظام دی، چې د تحول او تداوم ټيم بايد د پای ټکی ورته کېږدي. او که چېرې هدف دا وي چې سياسي مخالفينو ته هم په راتلونکي حکومت کې برخه ورکړل شي، نو بيا خو موږ ټينګار کوو چې د دوی تر څنګ دې د حکومت وسله والو مخالفينو هم ته مناسبه ونډه په پام کې ونيول شي، څو په هېواد کې سوله او ثبات رامنځته شي.
– موږ له ټولو اړخونو په کلکه غوښتنه کوو، چې نور د ولس د ارادې له يرغمل کولو لاس واخېستل شي او د زور، ګواښ او ناقانونۍ پر وړاندې د باج ورکولو دود پايته ورسېږي. تر پرونه پورې سيال ټيم او نړيوالې ټولنې ټينګار کاوه، چې له وسله والو مخالفينو سره سوله په دې شرط راتلای شي چې د هېواد اساسي قانون ته غاړه کېږي، خو اوس ګورو چې همدوی يې تر پښو لاندې کوي. زموږ په اند هېڅوک په افغانستان کې له قانون څخه پورته نه دي او له راتلونکي حکومت څخه زموږ يوه جدي غوښتنه همدا د قانون واکمني او د هغه درناوی دی.
– �� موږ ګورو چې لا تر اوسه د ټاکنو د پايلو مسأله حل نه ده، چې د راتلونکي نظام د بدلانه خبرې کېږي. زموږ په اند همدا اوس چې نظام رياستي دی، موږ د دولت د ننه د قدرت د زور ازمايۍ او سياليو شاهدان يو، که چېرې د صدارتي نظام په پلمه چې تر اوسه يې زموږ هېواد آمادګي نه لري، د لومړي وزير په نامه د واک يو بل محور هم رامنځته شي نو هېواد به مو بیا د سياسي ثبات مخ ونه ګوري. موږ سپارښتنه کوو، چې راتلونکی حکومت بايد لومړی د خپل منشور له مخې په لازمو اصلاحاتو لاس پورې کړي، که چېرې بيا په کومه برخه کې قانوني سمون ته اړتيا وه، بيا دې لويه جرګه راوغواړي.
– موږ پر نړيوالې ټولنې غږ کوو، چې د افغانستان د ملي حاکميت درناوی وکړي او د قانون له واکمنۍ او د قانوني بنسټونو له پياوړتيا سره مرسته وکړي. زموږ په باور د نړيوالې تولنې او متحده ايالتونو له وروستيو مداخلو سره د افغانستان ملي واکمنۍ او ټاکنو د خپلواک کميسون پرستيژ او اعتبار ته نه جبرانېدونکی زيان اوښتی دی.
– د افغان ملت رایو ته احترام یواځینې غوراوی دی چې د راتلونکي حکومت مشروعیت ټاکلی شي، له دې پرته د هر ډول معاملې په پایله کې د حکومت جوړول نا مشروع دي. افغان ملي غورځنګ به هیڅ نوماند ته اجازه ورنکړي چې د افغانانو په رایو د ځانګړيو ګټو د تامین لپاره معامله وکړي. د ټاکنو د داوړو کمیسونو پرته د هر بل جوړښت پریکړه او د ټاکنو په پایله کې لاس وهنه د اساسي قانون خلاف کار دی، موږ د قانون حاکمیت او احترام تر هرڅه لومړی ګڼو، دواړه نوماندان دې همدې اصل ته په کتو د قانون له حاکیمت څخه ملاتړ وکړي او د يوه پياوړي نظام جوړېدو او د ولسواکۍ پخېدو ته دې لاره اواره کړي. هيله ده چې زموږ سياسي نخبګان د دې امکان برابر کړي، چې افغان ملت د لومړي ځل لپاره د سياسي واک د سوله ييز لېږد جشن په خوشالۍ سره ونمانځي.
درنښت
افغان ملي غورځنګ
د ملي ګټو ساتونکی