« دا خو زموږ د کوڅې د بېسواده او خیرن سپین ږیري خبره رښتیا شوه، چې ویل یې: ماغزه مو خراپ دي، چې ځغلئ، رایه ورکوئ، دا کیسې مانا نلري او نه په درد خوري؛ خورئ او چیښئ، حساب مه منئ او سر مه خلاصوئ.
زموږ قربانیو، زموږ ستړیاوو او زموږ ګلهوسیو څه فایده وکړه، چې اخیر د فیصلې د رسۍ سر جان کیري په لاس کې ونیاوی؟»
دا او څو نورې له مایوسیو ډکې څرګندونې، جانان مومن په تلیفون کې راته وکړې او زما نظر یې هم وغوښت.
په یوه ټکي به په دا پیل کې لا سر سره خلاصوو، چې لا ژوندي یو، لا تنفس کوو،لا مو ډوډۍ و اوبو ته هوا کیږي، لاڅېړني، بحثونه، تبصرې او لیکنې کوو، ځکه نو باید د ناامیدۍ ګناه کبیره پر غاړه وانخلو، نهیلي د شیطان کار دی او موږ اشرف المخلوقات یو، انسانان یو، پر ځمکه د لوی الله(ج) د استازیتوب سنګین مسؤلیت را سپارل شوی دی؛ موږ یو ستر تاریخي ملت یو، باید په بې زړه توب خپله ملا خپله ماته نکړو، موږ د افغانستان او افغان انسان د حیثیت ساتني لپاره، لکه چې ولاړ وو، ملا تړلي به ولاړ یو.
له هرې مسلې او ستونزې سره زموږ مخامختیا باید په سړه سینه، یخواعصابو، د عقل په حکم، د استدلال پر اساس او د منطق په ژبه وي.
دا، هم طبیعي او هم انساني تجربې ثابته کړې ده، چې په دنیا کې (ټول څه) د یوه انسان پر طبع سل په سل کې نه برابریږي، په تېره بیا زموږ غوندې ټولنه کې، چې د درېیمې نړۍ ښه په نس ماړه پسمانده وګړي یو، دلته، هر څه خو څه کوې، چې ممکن لږ څه هم زموږ پر میلان برابر نشي.
زموږ یو لوی مشکل دا دی، چې هره هغه هیله چې زموږ په ذهن کې خطور کوي، غواړو چې ټوله دنیا مو د دغې هیلې درنښت وکړي، را سره و یې منې او غونډه نړۍ مو د همدغې هیلې پر بنسټ رنګ و رونق و مومي، که مو له دغې هیلې یوه میلۍ قدرې هم ها خوا تمایل ولید، بیا مو نو د ځمکې کوره پر سرګرځي، کوپړۍ مو د مایوسۍ او غضب په جهنم بدله وي، ځمکه او آسمان سره جنګوو، آن د انسان خلقت بې مانا راته ایسي، پر ټول جهان د نفرت ناړي توکو؛ موږ باید خپل دغه خوی و بوی بدل کړو.
که فرضاً افغانستان دېرش میلیونه نفوس ولري، نو دېرش میلیونه انسانان مو په خپلو دېرش میلیونه ککریو کې، هره لحظه، دېرش میلیونه خیالات راګرځوي او که هیله ولرو، چې زموږ هر یوه خیال دي بېله چون و چرا، سل په سلو کې په واقعیت بدل شي، آیا دا څومره ممکنه ده؟ هېڅ- هېڅ- هېڅ او موږ غواړو همداسې واوسو، نو ځکه مو د مور وړۍ نه شړۍ کېږي.
یوازې د مشکل په تشخیص او بیان سره مسله نه حلېږي بلکې باید د ستونزې د اواري پر علمي لارو چارو هم فکر وشي، همدارنګه که څوک له یوې لارې راګرځوو، باید یو بدیل مسیر ور وښیو؛ دا معقوله نه ده، چې پر دې لار مه ځه او بله ما ته هم مالومه نه ده.
موږ په دنیا کې د سیاسي نظامو دوې لارې پېژنو، یوه د دکتاتورۍ او بله هم د ډیموکراسۍ ده؛ د سیاسي شعور لوړې کچې ته رسېدلی ملتونه پر ولسواک مسیر ځي او ناپوه، بېوزله او پسمانده بیا د دکتاتورۍ قهرته سر پر سجود پراته وي، نه حرکت لري او نه هم د حرکت جرئت.
موږ افغانانو هم د استبداد او دکتاتورۍ یو تور تاریخ شا ته پرې ایښی دی؛ دیارلس کاله کېږي چې د ډیموکراسۍ مزل مو پېل کړی؛ لاس په لستوڼي آیډیل او آرماني حالت دا دی چې د متمدني نړۍ غوندې غوړېدلې او بشپړه ولسواکي، پاک، سوتره او پر موډرنو معیارو برابر انتخابات ولرو، خو ټولنیز جوړښت عامه تمایلات او ځمکني واقعیتونه مو بیا حکم کوي، چې سیاسي وضعیت مو باید ګړبېدلی وي،خو له دې سره-سره باید زغم، اراده او امیدونه ولرو، غوځارېدل، درغلۍ، تقلب، له قوانینو سره ټکرونه او بهرنۍ مداخلې مو ونه بېروي او نه هم شکست راکړي، بلکې ومنو، چې په نوې تجربه کې، دا ټول ممکنات دي، باید په آرامو مغزو عاقلانه چلن ورسره وکړو.
که څوک وایې، چې ټاکنې په درد نه خوري، د زرګونو ګواښو، مرګ- ژوبلې، ګوتو پرې کولو او نورو- نورو زاره ترکیو سره مو رایه ورکړه، مګر نتیجه یې جان کیري اعلانوي؛ طبعاً چې د یوه نارمل، مستقل او پرپښو ولاړ ولس او هېواد لپاره دغسې حالت د لوی شرم خبره ده، خو چاره څه ده؟ موږ، په تېره بیا ځوان مغز، سبا له دغه شرمه د نجات لپاره څه طرحه، څه طرزتفکر،څه کړنلار، څه د انساني مسولیت احساس او کوم سیاسي شعور لرو؟
موږ دومره غیرنارمل او دومره بېچاره یو، چې د پاپړو او پاپړي چپلکو لپاره هم د پاکستان په لکۍ پورې ځړېږو؛ سپینې خولۍ او سرې مصلې مو له چینه راځې؛ حاجیان صاحبان مو له مکې معظمې چېنایې تسپې راوړي؛ په دې لا موږ نه یو خبر چې د زمزم څاه ته به له اما زونه نللیکه راغلې وي که له مسیسیپي څخه.
په ټولنیز ژوندانه کې، بل قوم، بله قبیله، بله سیمه او بل مذهب خو څه کوې، د خپل ورور او اکا زوی سیوری په توره وهو.
په سیاست کې مخالفت نه پېژنو، بلکې یوازنې معیار مو د ښمني ده.
چې تجارت، عبادت، اجتماعیت او سیاست مو پر دغه ښکر ولاړ وي نو اوس تاسو ووایاست چې له ټاکنو څخه باید د څه ډول نتیجې غوښتونکي اوسو؟ که رایه نه ورکوو، که ټاکنې ردوو، نو څه به کوو؟ بله لار خو د بې تفاوتۍ او سرناخلاصۍ په پایله کې د دکتاتورۍ ده آیا دا ومنو؟ نه پوهېږم چې کوم د ويښ او روښان سیاسي شعور څښتن به وي، چې د هو، جرئت وکړي؟
دلته مې بیا د استاد لېوال د ټوکې تکرار ته زړه کېږي، ده ویل:
په ملي بس کې یوه کیسه بر د یوه سړی جیب واهه، سړی هم د بیداره زوی و، لاس په لاس یې ګوری- موری ونیاوه او ورته و یې ویل، چې داسې ښه ځوان یې دا څه کوې؟ غل چې واښ وغوزی شوی و، پټاکۍ ځنې ورکې شوې وې، بله پر ودرېده جواب یې ورکړ، چې دا خو نو همداسې کېږي.
اوس یې څنګه کوئ، زموږ د جغرافیې په موجودو شرایطو کې خو همداسې کېږي، بل ډول به یې ته وا څنګه وي؟
موږ باید د مایوسۍ پر ځای نور هم خپل مورال قوي کړو، ځانونه سره راټول، سمبال، منسجم او اراده مو نوره هم ځواکمنه کاندو او ووایو، چې اوس خو همداسې کېږي، مګر دغه د ډیموکراسۍ، ټاکنواو سیاست د لارې تمرین به نه پسي پرېږدو؛ لویږو به- را پورته کېږو به؛ وژل کېږو به- بېرته را ژوندي کېږو به؛ ورکېږو به- بېرته را پیدا کېږو به؛ تر هغو به خپله ټوله فکري و فزیکي انرژي سوځوو چې د ډیموکراسۍ د تکامل معراج ته رسېږو؛ دا د ډیموکراتیکې نړۍ تجربه ده.
هېڅوک ماښام د دکتاتورۍ په تور بستر کې نه دی پرېوتلی، چې سهار یو دم د ولسواکۍ د بشپړ لمر په رڼا کې را کښېنستلی وي؛ د نن ولسواک-متمدن ملتونه،چې وینئ، دوی د سوو کلو مبارزو او قربانیو په ترڅ کې د مردمسالارۍ معراج فتح کړی دی.
مفته خونه ده، چې په پنځه واره، پنځو رایو کارولو سره د یوه پنځه زره کلن ملت تقدیر بدل کاندو؛ خولې تویول، ځغاستې وهل، پوهه حاصلول، جهل ځپل، په یوه سلا د روښانتیا واټ ته را وتل، د ویښتیا جنډه هسکول، او د بدلون لپاره د یوې پولادي ارادې خپلول په کار دي خو که داسي ونکړو بیا به نو همېشه همدا آش و کاسه وي او هیڅکله به د شکایت حق ونه لرو.
دا د افغانستان پر بامسؤلیته شا زلمیو زموږ د زمانې هاتفي آواز دی، که مو واورېد بری زموږ دی، که مو غوږونه کاڼه واچول، زمانه به مو د ذلت او زیان هغه دوزخ ته واچوي، چې بیا به کله هم ځنې را و نه وزو.
خدای مکړه
محمدیار- یار
۱۳۹۳/۴/۲۲
یادونه: دا لیکنه په اثر اونېزه کې خپره شوې ده.
ښاغلی محمدیار یار ورور ستاسو یادونه بالکل درسته ده. په سیاست کی غفلت او بی تفاوتی به هم په ځان او هم په راتلونکو نسلونو ظلم وی. هغه قوم چی په زړورتیا کی د زمری په شان مشهور دی ولی په سیاست کی تر نورو بیرته پاته وی. که نن غفلت وکړو د غزنی د انتخاباتو تجربه به بیا تکرار شی او د اتلسو ولسوالیونمایندګی به نور په لاس کی اخلی او زمونږ سرنوشت به دوی ټاکی.
په خپله کړی وعدی باید وفا وکړو او د خپل مشر ملا په هر راز شرایطو کی وتړو. بریالی اوسی
درسره موافق یم الله دي په قلم برکت کړه
یاره یو ستا اوبل دعصمت قانع جمله بندی او ترکیبونو ته حیران یم چي څنګه ئې سره یوځای کوئ. خدای مو ژوندی لره