چې د انسان لپاره پکې داسې مرګ روا شي، چې د ځمکې په سر بل انسان په داسې مرګ نه وي وژل شوی، چې مخالفين دې د خپل هېواد استوګن د موچي په تار حلال کړي او يا يې د توپ خولې ته وتړي، چې داسې مرګونه او وژنې پکې شوې وي، چې د رقص مرده نه يو انسان خوند واخلي، چې د مېرمنو سينې پرې شي، چې د انسان په وجود کې مېخونه وټکوهل شي، نو څومره به ممکنه وي، چې داسې انسانان دې امن ته غاړه کېږدي، چې داسې انسانان دې خپله بقا په سوله کې وويني.

په داسې يوه هېواد کې چې پوليس او د پوځ سر تېری يې د خپل ټوپک شپېلۍ په خپل هم سنګري ور واړوي، چې محرم دولتي اسناد يې ليک او د دولت د اپوزيسيون لاس ته ورشي، نو په داسې هېواد کې به خاورې د امن ساه واخستل شي، خاورې به امنيت پکې ټينګ شي او بلا به د چا زړه پر پرېوځي.

په داسې هېواد کې چې د جنرالۍ او مارشالۍ رتبې د پيسو په بدل کې د بولۍ له لارې تر لاسه شي، په داسې هېواد کې چې وزارتونه او ټولې دولتي ادارې يې د مصلحتون پر بنیاد وويشل شي، ددې هېڅ تمه نشته، چې د پرمختګ يو ګام به هم پر وړاندې لاړ شو.

هره ورځ به نوي عجيب او غريب خبرونه واورې، هره ورځ به د د اسې څه شاهد وې، چې د نړۍ په تاريخ کې به ډېر کم تکرار شوي وي او يا به هېڅ نه وي تکرار شوي.

تېره اونۍ د مشرانو جرګې يوه غړي ويل، چې د جاجي لعل جان په نوم د نشه يي توکو يو مافيا، چې د سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکو سره لاس په لاس نيول شوی و او ۲۰ کاله د بند سزا ورته اورول شوې وه، له کوم ممانعت پرته اوس سرې سترګې ګرځي او ان د هلمند ولايت د جګړې د مخالف لوري تمويل هم کوي.

د هلمند جګړې ته ځکه له وړاندې په دې نظر کتل کېدل، چې شايد يو اړخ ددې جګړه مافيايي وي، ځکه هورې سږ کال نشه يي توکو تر نورو کلونو زيات حاصلات ورکړل، ځکه چې حکومتي چارواکي د ټاکنو په دړدنګ اخته وو او وخت يې ونه موند، چې د کوکنارو فصلونه ويجاړ کړي. همدا اوس د نړۍ هغه لښکرې په هلمند کې په جګړه کې بوختې دي، چې له خپلو هېوادونو فراري دي. دوی غواړي، په ارامۍ سره د نشه يي توکو د مافيا ګټې خوندي کړي او خپل اکمالات وکړي.

د تېر کال په وروستيو کې په بدخشان کې د نشه يي توکو يو مهم قاچاقچي خوشې شو. ده پيسې تېرې کړې او اوازه خوره شوه، چې نوموړی په نا علاجه ناروغۍ اخته دی.

خو خبره هله رسوا شوه، چې د ټاکنو پر مهال جوته شوه، چې ياد قاچاق چي ولايتي شورا ته ځان نومولی او تر يوې کچې يې رايې هم ور خپلې کړې دي.

څو کاله د مخه مې ښه ياد شي، چې د ولسي جرګې د يوې وکيلې ورور د لوړ پوړو دولتي امنيتي کسانو په ملتيا د نشه يي توکو په کاربار کې ګېر شو، خو د خپلې وکيلې خور په مټ او په حکومت کې د پراخه نفوذ له امله له زاندان را ووت.

يوې بلې وکيلې بيا د انسان تښتونې بانډ لرلو، چې کله پسې خبره را ووته، ښه ګرمه وه، نه د رسنيو له خولې ولوېده او نه د عامو له خولې، خو درې ورځې وروسته هرڅه پټ شول هغه چې وايي: باران وشو او پلونه پټ شول. د دوی هر يو په خپل مافيايي کار روزګار اوس هم په ډاډه زړه اخته دی.

په افغانستان کې د امنيت او د خلکو د خوندي ژوند لپاره هېڅ راز ګام نه دی پورته شوی، د هرچا تر خپلې وسې ده، چې خپلې ګټې يې خوندي وي، په وطن او ولس يې دې سېلاب راشي، ټول دې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د اب باريک د کلي په شان تر امبارونو خاورو لاندې شي، په دوی يې څه.

په تېرو څو کلونو کې پوليس او اردو له نشت نه په شته حساب شوه، ډېر کار پرې وشو، خو دا هرڅه د ټوک او سوال په پيسو تر سره شول. امنيتي ځواکونه مو اوس تر ډېره د کميت او کيفيت له اړخه د حساب وړ بلل کېږي.

اوس هم وخت شته، اردو لرو، پوليس شته، استخبارات فعال دي، خو يوازې لږ خو جدي کار ته اړتيا لري، داسې چې د وطن لپاره وروزل شي، په ريښتينې مينه، د وطن په روحيه، نه د شخصي ګټو لپاره، نه د ولس د ځورولو لپاره.

هله د خوښۍ احساس وشي، چې دښمن د يوه ساعت په اوږدو کې تارمار او له پښو وغورځوي، هله پرې حساب وشي، چې د زمريانو غوندې د دښمن په مرچلونو ور ودانکي، ددې امنيتي ځواک هرې قطرې وينې ته دوه لاسي سلام دی، خو د يوشمېر مشرانو له لاسه يې هره قطره وينه نېږدې ده، چې وپلورل شي او هره قرباني يې د ��غه د شخصي ګټې لپاره تمامه شي.

که افغان لوړپوړي چارواکي د امنيتي ځواکونو په بې پرې توب کې ګام اوچت نه کړي، نو بويه چې د تېرو وختونو په څېر به دا اردو او امنيتي ځواکونه هم ټوټه ټوټه شي، چې راټولول او بيا سره ګڼدل به يې وختونه ونيسي.

په اردو کې چاڼ پکار دی، د سرتېرو په غوره کولو کې خپل ټول توان بايد په کار واچول شي، تر څو ټول امنيتي ځواکونه د ولس او وطن د ساتنې لپاره وروزل شي، نه د شخصي او مافيايي ګټو په هدف. که مو امنيتي ځواک غښتلی او بې پرې وي، نو مافيا به له خپلې سوړې سر را ونه باسي، که امنيتي ځواک بې پرې وي، د رتبو پر سر به بولۍ نه جوړيږي او ولس به له ډېرو ناخوالو په امن وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *