تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن /دوشنبه/ وویل چې د پاکستان له لوري پر ختیځو ولایتونو د توغندويي بریدونو د مخنیوي او مقابلې لپاره پر هر انتخاب غور کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد شکېب مستغني خبریالانو ته وویل چې د باندنیو چارو وزارت مسوولیت دا دی چې ستونزه له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.
مستغي زیاته کړه، د ډیورنډ له پوري غاړې څخه د توغندويي بریدونو د پای ته رسولو لپاره نور انتخاباتونه هم پر مېز شته.
د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي بي بي سي ته وویل چې تېره میاشت کابل ته لاړ چې پر پاکستان د افغانستان د احتمالي ځوابي حملې د نه کولو غوښتنه وکړي.
د مستغني په وینا د افغانستان حکومت به د نورو انتخابونو په اړه په مناسب وخت کې او کله چې اړتیا پیدا شوه پرېکړه وکړي.
د پاکستان پوځ له دوو کلونو راهیسي د افغانستان پر کونړ او نورستان ولایتونو د درنو وسلو ډزې کوي.
پاکستان په وروستي یو کال کې پر کونړ حملې زیاتې کړي دي او وايي چې په کونړ او نورستان کې پاکستاني طالبان پناهځایونه لري.
Yarano da mahmod khan hm dasi malomigi che da angrizano pa distarwkwan nast dey
نو چی هلته طالبان زمکه خو ستا دی پلار نه ده مونژ
پر پاکستان د ځوابی برید له مسلی هم د ګل مرجان د منلو مسله جوړه شوه. له ډیری وخت راهیسی عادي افغانان د داسی یو ځوابی عمل په هیله دی