په ځینو سایټونو کې مې د ډاکتر صیب اشرف غني په باب د ځینو دوستانو په اندیښنو او نظرونو سترګې ولګیدې. زه دا کار د دوی روا حق بولم ځکه چې د بیان آزادي د ولسواکی یو مهم شرط دی خوغواړم چې پدې باب خپل نظر هم درسره شریک کړم د ځینو دوستانو ګوتې یوازې د بارک اوباما او جان کیري پر لور سیخیږي او فکر کوي چې د ډاکتر عبدالله په بغاوت کې د آمریکا لاس ؤ. په اشرف غني هم تورونه لګوي چې د خلکو په رایو یې معامله کړې او ايتلافي حکومت ته یې غاړه ایښې ده.

پداسې حال کې چې پدې وروستیو کې روسیې په اوکراین کې روس پلوه بیلتون غوښتونکي بغاوت ته وهڅول اوکریمیا یې د خپلې خاورې جز وګرځوله چې لدې کبله یې له غربي نړی سره آړیکي ډیرخړپړ شول او په ځانګړې توګه آمریکا یې سخت مخالفت وکړ.

همدا اوس د اوکراین په دونېڅک او لوګانسک کې د روسي بیلتون غوښتونکو او اوکراین تر مینځ کورنې جګړه روانه ده چې ورو ورو په نړیوال کړکېچ بدلیږي او حتی د دریمې نړیوالې جګړې خطر یې را مینځ ته کړی دی. پاته شو افغانستان، په افغانستان کې هم خبره دومره اسانه او ساده نه ده .

کیدلی شي چې دا د سوریې، عـراق او اوکراین له جګړو سره تړاو ولري او پدې هم ښه خبر یو چې د افغانستان تجزیه د ایران او روسیې پخوانې پروژه ده. نو زما په اند که د خپل ستراتیژیک دوست آمریکا پرځای ایران او روسیې ته ګوته ونیسو بده به نه وي. ځکه چې پدې حساس وخت کې د افغانستان بې ثباتي په هیڅصورت د آمریکا په ګټه نده، بلکې د ایران او روسیې په ژرنده د اوبو ور خوشي کول دي.

په هر صورت، رابه شو د ؤلسمشری ټاکنو ته، د دوهم ځل ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلان سره سم خبره له شف شفه راووته او د موازي حکومت خبره هم نور له شکه ووته او په یوه عیني واقعیت بدله شوه، هېواد له ستر بحران سره مخامخ شو او دا بحران شیبه په شیبه لا پسې زیاتیدو، خلک حیران ؤ چې څه به کیږي، کرزی دا ځل بیا هم خپله بې کفایتي وښودله، د دې توان یې هم نه درلود چې د کابل د پولیسو قوماندان له دندې ګوښه کړي.

عکسونه يې څیري شول، پر ځای یې د ډاکترعبدالله عکسونه پورته شول او دعوه وشوه چې ټاکنې د اصلاحاتو او همګرایې ټېم ګټلي دي او ډاکتر عبدالله قانوني ؤلسمشر دی. د ډاکتر عبدالله ځینې ملاتړي د ویش نه په تالان خوشحاله دي، له نېکه مرغه چې د لوی خدای لخوا نه پدې حساس وخت کې پر مونږ باندې اشرف غني لوریدلی دی.

که د اشرف غني پر ځای مو کوم بل احساساتي او بې حوصېلې مشر درلودی اوس به هېواد په یوه ستر ناورین کې ښکېل وای، بانکونه به تالا او خلک به در په در او خاورې په سر وای…. بالاخره د اوباما تلیفون اود جان کیري راتګ ډاکتر عبدالله خبرو ته وهڅاوه او سړی پوه شو چې که غـر هر څومره لوی هم وي پر سر یې لار وي. اشرف غني نه کوم نظامي جنرال دی او نه هم کوم جهادي قوماندان چې مونږ پر یو چا باندې ورمارش کړي. بلکې یوانترپولوګ، سوسیولوګ، سیاست پوه، په نړیواله سطحه پیژندل شوی مبتکر او ددې تر څنګ یوپاک، آکاډمیک او منلی شخصیت دی. ځکه مو رایه هم ورکړې ده چې مونږ ته داسې حکومت جوړ کړي چې قانون پکې حاکم وي، نه مافیايي ډلې اوګروپونه. ترڅو وکولی شو چې لدې دېرش کلن او څلویښت کلن بحران څخه ځانونه را وباسو او د اقتصاد له پلوه لږ رشد وکړو او هېواد مو له سیالانو سره سیال شي. د دې لپاره مو رايې ندي ورکړي چې مونږ یوه نوي بحران ته ور ټېل وهي او د باران پرځای مو د ناوې لاندې ودروي.

پداسې حال کې چې دا دوولس دیارلس کاله د طالب، القاعده او تروریست په نوم سخت ځپل شوی، دا به له پښتون ؤلس سره لویه جفا وي چې په تش لاس او وږې خېټه د داسې یو چا په مقابل کې زورآزموینې او جنګ ته وهڅول شي چې تر غاښونو پورې مسلح او همدارنګه په دفاع وزارت، پولیسو او د امنیت په ریاست باندې کامل تسلط ولري او ددې تر څنګ په زرګونه وسله والې ملېشې هم ولري. داسې ناورین ته ور ټېل وهل زمونږ د منافـقـو همسایه ګانو هدف هم دی چې په هیڅصورت باید پرې نه ښودل شي چې خپل دې شوم هدف ته ورسیږي. طالبان خو مو بې لدې هم د شا لخوا ؤلي.

پدې هم ښه پوهیږو چې په جګړه کې حلوا نه ویشل کیږي. په جګړه کې وینې بهیږي، خلک پکې تباه کیږي ، کلي، ښارونه، لارې او کوڅې ، روغتونونه او ښوونځي پکې ورانیږي. وچ او لمده یو ځای پکې سوزي. مونږ باید هیڅکله هم نور دجنګ او جګړو زړه بوګنوونکو تراژیدیو ته ستانه نه شو. پښتانه د ټولو نه مخکې د دې تپل شوې جګړې قربانیان دي.

دوی اشرف غني ته له هرڅه نه مخکې د سولې لپاره رایه ورکړې ده. اشرف غني مجبور ؤ چې مخالف لوري ته د سولې په خاطر یو کومپرومایز وکړي. پاته دې نه وي چې سوله هغه معنوي نعمت دی چې په هر ډول کومپرومایز ارزي. په سیاسي خبرو یا مذاکراتو کې چې کومپرومایز نه وي هغه هیڅوخت هم نتیجې ته نشي رسیدلی. دلته غواړم په ګوته کړم چې د ملي ګټو او عالي اهدافو د لاس ته راوړلو په خاطر یو کوچنی کومپرومایزهیڅکله هم د ایتلافي حکومت او یا هم د سهامي شرکت په معنی ندی. د غني ویناؤ او مقولو ته مراجعه وکړی. غني په بار بار د سهامي شرکت په باب خپله کرکه په ډاګه ګړې ده.

زما په اند غني لدې لوی امتحان نه بریالی راؤوت او زه دا د ده لویه بریا بولم. تاریخ به خامخا پدې باب قضاوت کوي. مونږ ته پکار ده چې دومره ګرمه یې ونه خورو او لږ د هېواد او همدارنګه د غني مجبوریتونو ته هم ځیر ش��.

په احساساتو سیاست نه کیږي او نه هم وطن پرې آبادیږي. دا چې غني مو د خپل مشر په حیث وټاکلو او رایه مو ورکړه، کمپاین مو ورته وکړ کور مو ودان. خپله ایماني او وجداني دنده مو سرته رسولې ده. خو لدې سره زمونږ مسولیت پای ته نه رسیږي. اوس صبر او حوصیله پکار ده. خپل مشر ته باید وخت ورکړو، په ټینګ او اوسپنیز عظم سره یې باید شاته ودریږو او ملا یې وتړو. غني په یوازې ځان هيڅ هم نشي کولی، زمونږ او ستاسو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري. کرزي افغانستان د یوه لوی کړنګ په سر درولی دی. غني غواړي چې نجات ورکړي، او د خلکو په ټپونو ملهمونه کیږدي . غني د ډالرو وږی ندی.

که غني د ډالرو وږی وای اوس به یې بلند منزلونه ولاړ ؤ. غني د چوکې وږی هم ندی. غني وايي چې زه دې نه یم خو افغانستان دې وي. نه یوازې د غني په باب، بلکې د هیچا په باب هم دومره لنډ او په بیړه قضاوت پرځای نه بولم. پرېږدی چې د رای شمیرنې پروسه پای ته ورسیږي، ګټونکی او بایلونکی معلوم شي او د یوه مشروع حکومت د مینځ ته راوړلو لپاره لاره خلاصه شي.

انشاالله د وخت په تیریدو سره به بیا هر څوک د خپلو پوښتنو او اندیښنو ځوابونه وموندي. له فساد او بدبختی نه د افغانستان د نجات او ژغورلو د هلوځلو لار ډېره اوږده ده. هغه وخت بریالیتوب ته رسیدلی شو چې پخپل مشر ټینګ باور ولرواو پخپلو کې ټینګ او اوسپنیز یووالی ولرو. پدې لاره کې د هر چا هلې ځلې د قدر وړ دي. !د یوه هوسا او آباد افغانستان په هیله !ومن الله توفیق

اړوندې لیکنې:

 د جولای د دولسمې پرېکړه، پر ځای او بې ځایه اندېښنې/ مجيد قرار

مه وارخطا کېږئ! ادامه ورکړئ!– محمدیار یار

2 thoughts on “د ځینو دوستانو اندیښنې/ عثمان رسولي”
  1. د محترم رسولی صاحب،يار صحب او قرار صاحب ستاسو دليکنی څخه ډيره مننه البته ډير پوه او هوښيار ليکوالان لرو،چي موږ ټولو ته سمه لار راپه ګوته کوی ،چي دپه پای کي يي دبری ځيري خلکو ته ورکوی،واقعأ موږ بايد بيړه ونه کړو زموږ دوګړو تر منځ يو ډير مشهور متل دی چی وای (عجله کار ديوانه ګان است)نوراځی هغه دروند بار او سترمسوليت مو چي د محترم غني په اوږو اچولي نو بيا دهغه په پوهه بايد باور ولرو ،ډاکتر صاحب په يواځی پرينږدو .د يو مټی او هوسا افغانستان په لور.پوهنيار اکبری سهاک

  2. مجيد قرار اومحمد يار ته: دميني څخه په ډکو سلامونومونازوم، پرعمرونو موبرکت سه، قلمونه موروان اوسه،اوخداي موحوصلي ددي نه هم اوچتي کړه.زه مو هميشه ليکني لولم هغه صبرچي ستاسي په ليکنو کي ما ليدلي دي،چيري مي هم ندي ليدلي، په هغه اناز چي تاسي دي ولس ته دزړه ډاډ ورکړي دي دا هم بي ساري دي.دايوواقعيت دي چي ددي ناسورتررغيدو لامزلونه پاته دي خو،اولس دومره زوريدلي کړيدلي دي چي نوره يي دصبرکاسه ترغاړي رسيدلي اوزغم يي له لاسه ورکړي دي ددوي لپاره داسي څه په کاردي چي دغه جوش په ارام کړل شي چي دا څه تاسي ځوانان په دغه دصبراوحوصلي څخه په ډکو ليکونو باني ورکولاي شي ، ما په وار وار ليکلي دي چي که د تيرو ديرلسوکلونوخرابي په راتلونکي ديرلسو کلو کي پاکي شي،لابه ډيرکار سوي وي مخ ته به ځو او ستاسو ځوانانو په نخسه به عمل کوو ترڅوده يوه ارام او ازاد وطن خاوندان سو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *