د فاریاب ولایت د قیصار په ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اته غړي هغه مهال شهیدان شول، چې د سپرلۍ موټر یې د قیصار ښار او شاخ سیمې تر منځ غځيدلي سړک په اوږدو کې پر خښ شوي ماین وربرابر شو. د دې تر څنګ فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د شاخ سیمې نښتو له کبله قیصار ښار ته د نژدې ۴ زره کورنیو د کډوال کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. لوی افغانستان ولسي خوځښت د افغان وژنې په خلاف نه پخلا کیدونکې مبارزه خپله ملي، وجداني او دیني دنده بولي، مونږ په لوی افغانستان کې د افغان وژنې روانه لړۍ د هر چا له لوري او تر هر نامه لاندې چې وي په کلکو ټکو غندو. افغان وژنه نوره د زغم وړ نه ده. لوی افغانستان ولسي خوځښت مطبوعاتي کمیټه.

0 thoughts on “د لوی افغانستان ولسي خوځښت اعلامیه”
  1. دخبرو پړانګان یو !تاسره څه دی او څه دکړیدی او څه به وکړی ؟ښه مطلب ته داشاره کړیده خو امکانات نه وینم صرف وینا دغسی ډیری احساساتی ویناګانی ………………………………………………………………………………………..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *