روژه

    قضاء عمري :

    ځينې خلک د روژې په خاص ورځو کې سره را ټول شي ، او نفلونه کوي، پدې عقيده  وي چې دا د ټول عمر د پاتې شويو لمونځونو قضا ده ،  دا يوه ناسم رواج دی ، د امت سترو عالمانو رد کړی دی ، پدې سره شيطان خلک له لارې باسي او  خلکو ته د لمونځ پرېښودلو جرأت ورکوي  .

د وخت په هکله :

  اصل  شی وخت دی ، چې د پېشلمي  وخت پوره شي بايد مسلمان خوراک بند کړي ، او چې بيا د روژه ماتي وخت پوره شي نو بايد روژه ماته کړي .  که د پېشلمي وخت پوره شي  ، يا په سيمه کې زمونږ د مذهب د خلکو يو اذان شروع  شي ، نو بايد ټول مسلمانان  پېشلمی بس کړي .

که د وخت له پوره کېدلو نه وروسته ، يا د اذان له شروع کېدلو نه وروسته کوم مسلمان خوراک وکړي ، نو روژه يې ماتېږي .

  ځينې خلک د بل کلي په اذان باندې نه  روژه ماتوي  او نه  خوراک  بندوي  ، بلکه د خپل کلي د اذان انتظار کوي ،  چې دا د ناپوهۍ خبره ده ،  که د بل کلي خلک زمونږ د مذهب خلک وي او   اذان يې  وشي او دا مسلمان يې اوري بايد خوراک بند کړي  خو که بيا هم هماغسې خوراک کوي نو روژه يې ماتېږي  .

د ماشومانو روژه :

     ځينې کورنۍ داسې وي چې واړه واړه ماشومان يې په شوق او مينې سره روژه نيسي ، دا ښه او د برکت خبره ده ، خو پدې کې بايد د ماشوم د صحت خيال وساتل شي . او ټوله ورځ د هغه څارنه وشي ، که کله هم هغه وږی شي ، يا داسې شي چې د کمزورۍ نښې پکې ښکاره شي نو بايد مشران يې د هغه روژه ور ماته کړي ، او د خوراک څه ورکړي .  ځکه چې ځينې ماشومان  د  غیرت يا شرم  له امله غږ نه کوي ، چې بيا لوږه يا تنده د هغوی په صحت خطرناکه اثر وکړي ، بيا مريضان يا هم له نورو سختو ستونزو سره مخامخ کېږي .

زمونږ استاد او شيخ محترم  دوکتور عبدالرزاق اسکندر – حفظه الله و بارک في عمره –  فرمايل چې  :  په  يو کور کې ماشوم روژه نيولې وه  ، د ورځې تږی شوی وو ، اوبه يې غوښتلې خو د کور خلکو اوبه نه ورکولې ځکه چې روژه ماتي ته لږ وخت پاتې وو ،  دوی اوبه په لاس کې ورته نيولې وې لږ به يې ور وړاندې کړې هغه به چې ارام شو ، نو بيا به يې په خبرو مصروف کړو ، آخر دا چې هغه ماشوم يو دم وفات شو . انا لله و انا الیه راجعون .   له همدې امله بايد د ماشومانو په روژه کې احتياط وشي .

د  شک د ورځې روژه نيول :

  د شک ورځ هغه ده چې د شعبان په آخر کې اسمان ورېځ شي ، او   دا معلومات ونشي  چې   د شعبان دېرشمه ورځ ده او که يو دېرشمه،  يا داسې چې د شعبان دېرشمه ده که د روژې اوله ورځ  ( المبسوط  )  خو که په اسمان کې ورېځې نه وي ، بيا دا شک ندی ، که مياشت ونه ليدل شوه ، بيا نو شک ندی .  ( البنايه )  د دې ورځې  د روژې حکم لږ تفصيل لري  :

            اول – که څوک د دې ورځې روژه ونيسي او نيت يې دا وي چې دا د روژې مياشت  ده ، نو دا مکروه  ده  تحريما  ( درمختار )  ( يعنې حرامه ده )   ځکه چې پدې سره د روژې يوه ورځ زياتېږي ، او دا له اهل کتابو سره  مشابهت دی ،  هغوی هم د روژې موده زياته کړې وه . بيا که وروسته معلومه شوه چې دا د روژې مياشت  شروع شوې وه نو د ده روژه  هم د روژې په مياشت کې حساب شوه ، خو که معلومه شوه چې دا د شعبان ورځ وه نو بيا نفل شوه .

   دوهم –   که پدې ورځ باندې روژه ونيسي او نيت يې د نفلي روژې وي – دا بيا جائز ده او مکروه هم نده .  ( هدايه)

  د جواز  او د کراهت د ختمېدو لپاره شرط دادی چې په يقيني ډَوَل به  يې  د نفلي روژې نيت کړی وي ، په زړه کې به هم دا نه راولي چې که  د روژې مياشت وه نو د روژې د مياشتې  به شي او کنه نو نفلي به شي .

 (در مختار ) خاص خلک  دې د دې ورځې روژه  د نفلو په  نيت  باندې  نيسي  ، او نور  عام خلک دې تر ماسپښينه پورې انتظار وکړي ، که روژه يقيني شوه ، نو تر ماښامه دې روژه شي ، او که نشوه ، نو بيا دې د لمر له  کږېدو   زوال سره ماته کړي  . ( درمختار )

       خو خاص خلک  دې هم  د خپلې روژې په هکله عام خلک نه خبروي ، امام ابويوسف رحمة الله عليه ( د شک په روځ باندې د نفلو په نيت روژه نيولې وه ) څوک يې نه خبرول ، اسد بن عمر  پوښتنه ورڅخه وکړه چې آيا  ستاسو روژه ده ؟  امام ابويوسف په غوږ کې ورته اوويل چې :  هو .  ( رد المحتار)

       د خواصو تعريف  : خاص خلک  هغو خلکو ته وايي چې د شک د ورځې د روژې کيفيت او تفصيل ورته معلوم وي ، که داسې نه وي نو هغه له عامو خلکو څخه دی . و کل من علم کيفية صوم يوم الشک فهو من الخواص و إلا فهو من العوام ( الدر المختار )

قصدًا روژه ماتول :

عن أبي هريرة : قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من أفطر يوما من رمضان من غير رخصة و لا مرض – لم يقض عنه صوم الدهر و إن صامه ( رواه الترمذي وقال : لانعرفه إلا من هذا الوجه )                          ۶۰ – له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل چې : څوک چې  د روژې د مياشتې يوه روځ روژه هم بې ( د سفر له )  رخصت او مرض څخه  ماته کړي نو د ټول عمر روژه به يې هم  بدل پوره نکړي ، که څه هم ټول عمر روژه وه  نيسي . ( ترمذي )

ځينې عالمان فرمايي چې څوک قصدًا روژه ماته کړي نو د دې قضا بيا نشي پوره کولی ، خو نور ټول عالمان فرمايي چې : د يوې روژې په بدل کې به دوه مياشتې روژې نيسي .

 څوک چې  له کوم عذر او سفر نه بې غير  روژه ماته کړي نو دې سړي ډېره سخته ګنا وکړه ، عبد الله بن عباس رضي الله عنه فرمايي چې : (د هر سړي )  اسلام په درې شيانو باندې ولاړ وي ، کلمه ، لمونځ او روژه ، څوک چې پدې کې يو هم پرېږدي  هغه کافر دی .

   فُقَهاء کرامو ويلي چې : څوک په روژه کې  د خلکو په مخکې روژه ماتوي نو هغه قتل کړئ ، خو که د اسلامي حکومت د نشتون له امله يې چا د وژلو توان نه در لودلو نو دا خو هر څوک کولی شي چې له دې  ( خبيث ) سره دې نفرت کوي . ( فضائل رمضان للشيخ زکريا )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *