تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتیش په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغان کروندګرو لپاره د امریکا له لوري په نژدې درې ملیون ډالرو له جوړو شویو ودانیو کار نه دی اخیستل شوی او یو کال کېږي چې پالنه او ساتنه یې هم نه ده شوې.
دا ودانۍ د افغان کروندګرو د زراعتي محصولاتو لپاره جوړې شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې افغان چارواکي په دې لټه کې دي چې سوداګرو ته یې په کرایه ورکړي.
په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو سرمفتیش په خپل راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ، خبرداری ورکړی، دا پروژه چې د امریکا د دفاع وزارت د سوداګرۍ او ثبات لپاره د ضربه ځواک په همږغۍ عملي شوې ده، د ناکامېدو له خطر سره مخامخ ده.
په راپور کې ویل شوي:« د دفاع وزارت د سوداګرۍ او ثبات ضربه ځواک په دې پروژه کې هغه هدف نه دی ترلاسه کړی چې موږ ته یې ویلی و. نه ورڅخه کار اخیستل کېږي او نه یې ساتنه کېږي.»
سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د څارلو سرنفتیش د امریکا د دفاع وزارت د سوداګرۍ او ثبات ير ضربه ځواک نیوکه کړې چې سوداګر اوپانګوونکي یې نه دي موندلي چې په هلمند ولایت کې ودانۍ تر جوړېدو مخکې د هغو مالکیت واخلي.
ضربه ځواک د جوس جوړولو یوه کمپنۍ موندلې وه چې غوښتل یې دا ودانۍ د ۲۰۱۲ کال د اګست تر میاشتې پوري واخلي خو کمپنۍ وروسته له دې له خپلې پرېکړې په شا شوه چې په کابل کې یې په ورته کار کې سخت تاوان وکړ.
د امریکا د دفاع وزارت د سوداګرۍ او ثبات ضربه ځواک د دې ودانۍ په جوړولو دوه ملیونه او ۸ لکه ډالر لګولي دي.