په ټاکنو کميسيون کې باوري سرچينې وايي، د رايو د تفتيش په برخه کې د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د ټيمونو تر منځ د همکارۍ هېڅ روحيه وجود نلري، دواړه ډلې يو بل ننګوي، په جزوي موضوعاتو يو بل ته په موضع کې ناست دي.
په پام کې وه، چې د رايو د تفتيش لپاره سل ټيمونه وټاکل شي، چې هر ټيم به د ورځې په اوږدو کې د رايو لس صندقونه چې ټوليز ۱۰۰۰ کېږي پلټي، خو تر اوسه ۶۰ ټيمونو د ورځې يوازې تر ۱۰۰ صندقونو پورې پلټل.
د ټاکنو څارونکي وايي، پلټونکې ډلې لا د كابل ولايت د رايو په تفتيش لگيا دي، چې ددرغليو امكان پكې حد اقل دى، اصلي خبره د ولايتونو د رايو د تفتيش ده، که چېرې پلټنې له دومره ننګونو سره پڅې روانې وي، د مياشتو مياشتو په اوږدو کې به هم نړيوال څارونکي او ټاکنيز کميسيونونه د رايو پايلې را ونه شي ايستلای.
د ټاکنو کميسيون باوري سرچينې وايي، د رايو د تفتيش په برخه کې د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د ټيمونو ترمنځ هېڅ ډول د همکارۍ روحيه وجود نلري. دوی وايي، دواړه ډلې يو بل ته خنډونه جوړوي، په جزوي موضوعاتو يو بل ته په موضع کې ناست دي.
سرچينه زياتوي، ټاکل شوې وه، چې د رايو د پلټنې لپاره سل ټيمونه وټاکل شي او هر ټيم د ورځې په جريان کې د رايو لس صندقونه وپلټي، چې ټوليز شمېر يې تر ۱۰۰۰ پورې ښودل شوی وو او د دريو اونيو په اوږدو کې يې د پلټنو د بشپړولو خبر ورکړی وو. د ټاکنو کميسيون سرچينه زياتوي، دامهال شاوخوا ۶۰ ډلې کار کوي، چې د ورځې په اوږدو کې يوازې تر۱۰۰ پورې صندقونه تفتيش کېږي.
د عادلانه ټاکنو د څار بنسټ فيفا وياند فهيم نعيمي محور ته وويل، د رايو د پلټلو بهير دا مهال په کابل کې روان دی، چېرته چې د درغليو کچه حداقل ښودل شوې، خو هغه ولايتونه چې د درغليو راپورونه يې ورکړل شوي، په ځای پاتې دي. دی زياتوي، د دواړو نوماندانو د ټيمونو ترمنځ په جوزوي مسايل لانجې رامنځته کېږي او ان تر دې، چې د دوی ددې ډول کړنو له امله د رايو د تفتيش بهير د ساعتونو ساعتونو لپاره ځنډيږي، ځکه چې دوی له دې بهير نه بايکاټ کوي.
ښاغلی نعيمي وايي، د رايو د يوه صندق پلټنه ډېر وخت نيسي، که چېرې پلټنې له دومره ننګونو سره پڅې روانې وي، د مياشتو مياشتو په اوږدو کې به هم نړيوال څارونکي او ټاکنيز کميسيونونه د رايو پايلې را ونه ايستلای شي. دوی په ټاکنو کميسيون غږ کوي، چې د پلټونکو ټيمونو شمېر دې تر ۱۰۰ ورسوي، چې د ورځې ۱۰۰۰ صندقونه تفتيش شي، څو د مياشتې په اوږدو کې د رايو تفتيش ختم شي.
د ټاکنو کميسيون وايي، د رایو د صندوقونو د بیا شمېرنې په ترڅ کې تر اوسه ۵۷۵ صندوقونه ارزول شوي، خو کمیسیون وايي، د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې یې هڅې ګړندۍ کړې او اوس اوس يې په دوو شېفټونو کې ۱۰۰ ټيمونه ګومارلي دي.
د ټاکنو څارونکي د ولسمشرۍ په دواړو نوماندانو غږ کوي، چې د رايو د تفتيش بهير دې نه دروي او هغه ژمنې يې چې کړي، په هغه دې ودريږي. دوی وايي، که د نوماندانو ټيمونه عتراض لري، د ټاکنو کميسيون او همدا ډول د ملګرو ملتونو استازو ته يې دې وړاندې کړي، هغوی مکلف دي، چې لاس رسی ورته وکړي.