تاند- پولیس وايي، د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نژدې نن په یوه ځانوژونکې حمله کې درې بهرني سلاکاران او یو افغان ترجمان ووژل شول.

تراوسه پوري د وژل شویو بهرنیو سلاکارانو د هویت او ملیت په اړه معلومات نشته.

دا برید څوورځې وروسته له دې وشو چې وسله والو طالبانو د کابل د هوايي ډګر په شمال کې د قصبې د سیمې د یوه نیمکاره کور له نیولو وروسته د هوايي ډګر په لور د درنو وسلو ډزې وکړې خو د افغان چارواکو په وینا نه هوايي ډګر ته زیان ورسېد او نه یې په هوايي ډګر کې څوک ژوبل کړل.

د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې په ننني ځانمرګي برید کې شاوخوا ۱۵ بهرني پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي او ګڼ موټرونه ویجاړ شوي دي.

دوکانداران وايي چې دوکانونو ته یې زیات زان اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *