۱۳۹۳ د چنګاښ ۳۱
د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون د پرېکړې له مخې د هېواد د سړو سیمو د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د اوړي موسمي رخصتي د وزارت د لایحې له مخې د روان لمریز کال د زمري (اسد) میاشتې له لومړۍ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر لسمې نېټې پورې دوام کوي.
له ټاکل شوي مهال وېش سره سم به د زده کړو بهیر د زمري میاشتې پر ۱۱ مه نېټه بېرته د سړو سیمو په ټولو ښوونځيو کې پیل شي. تاسې ټولو ښوونکو او زده کوونکو ته د ښو رخصتیو د تېرولو په هیله.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست