حکمت الله ځلاند جمالزی
د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو د لومړنيو پايلو له اعلان وروسته، په تدريج سره د ټاکنو د برخليک په تړاو د بهرنيانو رول زيات شو، چې بالاخره د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري کابل ته راغی او د دغې لانجې په اړه يې د دواړو نوماندانو تر منځ پرېکړه وکړه. د جان کيري له منځګړتوب وروسته بېلابېل ډوله اوازې خپرې شوې، چې د پردې تر شا د نظام پر بدلون هوکړه او د اېتلافي حکومت جوړولو يې، بېلابېل غبرګونونه هم له ځان سره درلودل.
دا چې ايا د نظام د بدلون په اړه د خپرو شوو اوازو اصلي موخه څه ده؟ او که دا هوکړه په رښتيا هم شوې وي، نو پايلې به يې څه وي؟ همدارنګه د ټاکنو پر پروسه د بهرنيانو په تېره بيا امريکا د مداخلې اغېز او راتلونکي پايلې يې هغه موضوعات دي، چې د ځينې نورو موضوعاتو ترڅنګ بحث پرې شوی دی.
په ټاکنو کې د بهرنيانو مداخله ستره ننګونه
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري هغه کس دی، چې په 2009 کال کې يې هم د ولسمشر کرزي او ډاکتر عبدالله تر منځ د ټاکنو پر سر راپورته شوې لانجه کې منځګړتوب وکړ او لانجه يې هواره کړه. د هغه مهال د معاملې يوه لوري دا ځل بيا د جان کيري د منځګړتوب تمه درلوده او د افغاني او نورو لورو پر وړانديزونو او منځګړتوب يې بسنه نه کوله. داسې برېښي، چې د پايلو له اعلان يوه ورځ وروسته د موازي حکومت د اعلانولو ګواښ هم، له ډاکتر عبدالله سره په 2009 کال کې د اوسنيو ټاکنو په اړه، د جان کيري په منځګړتوب د امريکا له خوا ورکړل شوو ژمنو د نه عملي کېدو، د وېرې له امله و.
د جان کيري له منځګړتوب سره د ټاکنو لانجه په ډېره حيرانوونکې بڼه سړه شوه؛ خو ترې وروسته ځينې چارواکو داسې څرګندونې وکړې او داسې راپورونه خپاره شول، چې له خلکو سره يې د پخوانيو اندېښنو ترڅنګ، نوې اندېښنې او غبرګونونه هم راپيدا کړل.
ظاهراً د شوې پرېکړې مهمه برخه، د ټولو رايو له سره شمېرل، پايله د دواړو نوماندانو له خوا منل کېدل او په پايله کې د ملي وحدت حکومت جوړول وو؛ خو دا چې له دويم پړاو ټاکنو وروسته يوه نوماند د خپلې بريا چانس نه ليده، نو له همدې امله يې هېڅ ډول تخنيکي پرېکړه او وړانديز نه مانه او د يوه شرط له پوره کېدو سره يې بل شرط وړاندې کاوه؛ ځکه نو داسې ښکاري، چې خبره يوازې د رايو د شمېر نه ده او د پردې تر شا د واک معامله شوې ده.
امريکا او بهرنيو لورو د ټاکنو لانجه داسې مديريت کړه، چې په دې مهمه پروسه کې د بهرنيانو رول اساسي وي او له دويم پړاو ټاکنو وروسته د موازي حکومت اعلانولو ګواښ هم د امريکا د مداخلې يوه برخه وه؛ کنه په اوسنيو شرايطو کې په افغانستان کې ګډوډي په هېڅ صورت د امريکا په ګټه نه ده.
امريکا په دغو ټاکنو کې د باتدبيره مديريت له لارې خپل دا هدف ترلاسه کړ، چې يو ځل بيا هم د پېنځو کلونو لپاره د افغانستان حکومت د دوی له تمې سره سم، د امريکا او نړيوالې ټولنې د احسان تر فشار لاندې وي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير له مداخلې او منځګړتوب وروسته، د کودتا په اړه خپرېدونکي راپورونه د افغانستان په ټاکنيزه پروسه کې د امريکا له شرمه ډکه مداخله او په دې اړه د هغوی د اغېزناک رول لوبولو د توجيه لپاره دي.
همدا راز د امريکا له خوا په ټاکنو کې د دغسې اغېزناک رول لوبول، د کرزي د انزوا هڅه هم بلل کېږي؛ ځکه کرزی لاهم په افغانستان کې د نظام له بدلون، امنيتي تړون او په ټول کې د افغانستان په سياسي بهير کې د امريکا د عام او تام اغېزناک رول مخالف او له لاسوهنو يې ستړی ښکاري.
له بلې خوا دا هم د ولسمشر کرزي له خبرو څرګندېږي، چې له امريکا څخه د منځګړتوب غوښتنه د افغانستان له خوا نه ده شوې او امريکا د خپل پلان له مخې، د بهرنيو چارو وزير جان کيري کابل ته د منځګړتوب لپاره استولی دی.
د جان کيري منځګړتوب او د نظام د بدلون هڅې
ځينې لوېديزو رسنيو په افغانستان کې د نظام د بدلون پر سر د هوکړې په اړه راپورونه خپاره کړل، کوم څه چې ډاکتر عبدالله عبدالله د بريا په صورت کې په پام کې لرل. د دغو راپورونو پر بنسټ، که څه هم دا طرحه په خورا لومړنيو پړاوونو کې ده؛ خو په ټوليز ډول دواړو نوماندانو منلې، چې د افغانستان د يووالي لپاره به په تدريج سره د صدارت يا لومړي وزير څوکۍ رامنځته کوي.
دا چې امريکا څه باندې يوه لسيزه وړاندې په افغانستان کې د رياستي نظام ملاتړ وکړ؛ خو اوس داسې برېښي، چې په تېرو کلونو کې يې د بېلابېلو لاملونو له مخې د نظام د بدلون هلې ځلې هم کړې دي او په افغانستان کې په رياستي نظام خوښ نه دي. کوم لاسونه چې د دويم پړاو ټاکنو د بدنامۍ لپاره وکارېدل، ښايي يو هدف به يې هم د نوو سياسي طرحو وړانديز ته لار هوارول و.
که د جان کيري په منځګړتوب په وروستۍ پرېکړه کې، د نظام د بدلون او بايلونکي نوماند ته د لومړي وزير د څوکۍ د ورکولو هوکړه جدي نه وي هم؛ کله چې دوکتور اشرف غني احمدزي له تاجک قوم څخه مرستيال غوره نه کړ او وروسته يې له احمدضياء مسعود سره د لومړي وزير ټاکلو ژمنه وکړه، پارلماني نظام ته د بدلون مخکې له مخکې جوړ شوی پلان ښکاري.
که څه هم، د احتمالي بريالي نوماند اشرف غني احمدزي ټاکنيزې ډلې هم دا اوازه او دغسې هوکړه رد کړې ده او ولسمشر کرزي هم په خپلو وروستيو څرګندونو کې پارلماني نظام د افغانستان په زيان بللی؛ خو داسې ښکاري، چې د دغسې هوکړې په اړه د هغو امريکايي رسنيو راپورونه، چې سپينې ماڼۍ ته ډېرې نژدې بلل کېږي، په افغانستان کې د نظام د بدلون لپاره د ذهنيتونو د کتلو او ذهنيتونو برابرولو لپاره دي. که څه هم د احتمالي بايلونکي نوماند ډاکتر عبدالله د ټاکنيزې ډلې غړي بيا دا اوازې د دې لپاره خپروي، چې په راتلونکي حکومت کې د خپلې ونډې لپاره ذهنيت جوړ کړي.