تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو د رایو د تفتیش بهیر، چې د سې شنبې په ورځ ودرول شو، د پنجشنبې په ورځ بېرته پیلېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور نن رسنیو ته وویل چې د تفتیش کار د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوو کاندیدانو د ټیمونو ترمنځ د نظر د اختلاف له کبله ځنډېدلی دی.

د ښاغلي نور په وینا د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو ترمنځ غونډې تنظیم شوي څو د دوی ترمنځ سو تفاهم لېري شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی زیاته کړه، د رایو د تفتیش بهیر به سبا بیا پیل شي او د دې لپاره چې دا کار په خپل وخت بشپړ شي د تفتیش نورې ډلې به وګومارل شي چې کار چټک کړي.

د نور په وینا د تفتیش په دواړو شیفتونو کې به اضافي څارونکي او مفتیشان زیات شي.

په همدې حال کې ویل شوي چې د تفتیش کار په دې خاطر ځنډول شوی چې د دواړو انتخاباتي ټیمونو ناظرانو او دغه راز نورو څارونکو ته د تفتیش او څارنې په برخه کې روزنه ورکړای شي.

په کابل کې د امریکا سفارت هم دا مسله تایید کړه، ویې ویل د تفتیش د بهیر د ښه والي لپاره څارونکو ته د روزنې له ورکولو وروسته به د رایو تفتیش سر له سبا بېرته پیل شي.

د امریکا د سفارت له یوې خبرپاڼې سره سم، چې په خپله ویبپاڼه کې یې نن خپره کړې ده، څارونکو ته د ښاغلیو غني او عبدالله د انتخاباتي ټیمونو په غوښتنه تریننګ ورکول کېږي.

پرون د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم د رایو د تفتیش په مرکز کې یو فرانسوی افشا کړ چې د دوی په وینا د عبدالله عبدالله په ګټه یې د رایو د تفتیش په بهیر کې درغلي کوله.

One thought on “څارونکو ته د روزنې لپاره د رایو د تفتیش درېدلی بهیر سبا بېرته پیلېږي”
  1. ديته واءي در غلي او در غلكر جه حتي فرانسي دولت هم به در غلي كي ورسره بوره ونده لري

ځواب دلته پرېږدئ