د امریکا متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ له سیاسي پلوه د نړۍ په خورا کمزورو هیوادونو کې له بېوزلو خلکو سره د مرستې په خاطر د افغانستان د اورګاډي د پټلۍ په شمول شپږ انکشافي پروژې وستایلې.

په دې پروژو کې د یمن د اوبو د خدماتو او ابتدايي روغتیا پروژه هم شامله ده.

د امریکا د خزانې وزیر جک لیو په دې مناسبت په یوه غونډه کې وویل:«کله چې د نړۍ په وروستیو پېښو غور کوئ ، داسي څرګندېږي چې موږ باید د دغو پروژو په شان چې نن یې ستایو، د نړیوالو مالي ادارو ملاتړ وکړو.»

د افغانستان د اورګاډي پروژه، چې د اسیايي پراختیايي بانک په مالي مرسته په ۲۰۱۱ میلادي کال بشپړه شوه، په نژدې یوه پېړۍ کې د افغانستان لومړنۍ پټلۍ ده.

د اورګاډي دې پټلۍ، چې د افغانستان د مزاشریف شمالي ښار له ازبکستان سره نښلوي، د افغانستان د اقتصادي ودې ترڅنګ د ناټو ځواکونو له اکمالاتي چارو سره هم مرسته کړې ده.

دا پټلۍ ۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري.

د امریکا د خزانې وزارت د نړیوال بازار او پرمختیايي چارو مرستیالې ماریسا لګو وویل:«کمزوري دولتونه د خپلو خلکو او له خپلو پولو دباندې هیوادونو سولې او امنیت ته خطر پېښوي. نو کله چې موږ په دې فکر کوو چې د امریکا متحد ایالتونه ولي په پرمختیايي برخو کې مرستې کوي، علت یې دا دی چې موږ د خپل ملي امنیت په ګټو ښه پوهېږو.»

دې وویل چې د افغانستان د اورګاډي پروژې تراوسه پوري د سیمې ۱۲ سوه خلکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په پام کې ده چې له دې پټلۍ سره د ترکمنستان او تاجکستان د اورګاډو پټلۍ هم ونښلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *