غزني مېشتی ليکوال او خبريال غني خان غالب تر يوولس ورځې بند تېرولو وروسته بېرته روغ رمټ د طالب وسله والو له منګولو راخوشې کړل شو.

دی يوولس ورځې وړاندې طالب وسله والو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې برمته کړی او يو ناڅرګند ځای ته لېږدولی وو.

طالب وسله والو له نيول کېدو وروسته ښاغلی غالب وهلی او ډبولی هم دی او په دې سربېره، يې ورڅخه د خبريالي کارټونه او نور توکي هم ګرځولي دي.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسوال وايي، طالبانو په دې تور چې ښاغلی غالب له دولتي چارواکيو سره راشه درشه لري او طالبانو پر ضد په ځينو مدني حرکتونو کې هم برخه اخلي، هغه تښتولی وو.

دی وايي، غالب د ادريس په نامه د طالبانو يوه سيمه‌ييز قومندان له خپل کلي څخه تښتولی وو.

قاسم خان دېسيوال وايي، طالبانو نه يوازې غني غالب وهلی ډبولی، بلکې هغو قومي مخورو ته يې هم ګواښ کړی دی چې د ده د راخوشې کولو په موخه طالبانو ته نانواتې ورغلي وو.

د ده په خبره، طالبانو غالب ته خبرداری ورکړی دی چې که هېواد پرې نه ږدي، نو يا به دی ووژني، يا هغه قومي سپين ږيري چې د ده د راخوشې کولو په موخه طالبانو ته ورغلي وو.

غالب دا مهال د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوی دی او ډاکټرانو يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ بللی دی.

د غزني نږدې ټولې ولسوالۍ ناارامې دي، خو په اندړو کې که څه هم د خلکو ولسي پاڅون د وسله والو زور اوبه کړی، اما بيا هم په دغه ولسوالۍ کې طالبانو وخت ناوخته چريکي بريدونه کوي، يا ځينې کسان چې له دولت سره د مرستې شک يې ورباندې راشي، له کورونو تښتوي.

تېر کال دا شپې هم وسله والو په همدغه ولسوالۍ کې د ښوونې او روزنې رياست يو تن کارکوونکی تښتولی او وژلی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *