نېټه: 23 July 2014

راپور: وحيد کوچی

په خوست ښار جامع مسجد کې د د ديني مدارسو او مساجد د لسګونه تنو قاريانو ترمنځ د قرانکريم د حسن قراءت سيالي تر سره شوه، چې پکې ګڼ شمېر عامو خلکو او ځوانانو ګډون کړی و.

دغه سيالي چې د هيوادپال ځواک ټولنيز بنسټ په نوښت او هڅو د رمضان د مبارکې مياشتې په احترام جوړه او تنظيم شوې وه،(نن) د چهارشنبې په ورځ تر سره شوه.

د دغه ديني مناسبت په پيل کې د سيالۍ تنظيموونکي او د هيوادپال ځواک ټولنيز بنسټ اجرايوي مشر لمر نيازي د جلسې برخه والو ته مننه او هر کلی ووايه.

لمر نيازي وويل چې د نورو ګڼو روزنيزو، علمي، کولتوري او ټولنيزو فعاليتونو تر څنګ دا د خپل ډول لومړی ځانګړی ديني پروګرام دی چې هيوادپال ځواک يې عملي کوي.

هغه زياته کړه: ځواک ژمن دی چې له دې وروسته به هر کال په روژې مياشت کې د حسن قراءت منظمې او له نوښته ډکې سيالۍ او نور ديني پروګرامونه جوړوي.

ورپسې د خوست ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي اظهارالدين لنډې خبرې وکړې اود دا ډول ديني پروګرامونه اهميت، ارزښت او تاثير يې تشريح کړ.

نوموړي د هيوادپال ځواک ټولنيز بنسټ دا او نورې ټولې اجتماعي هڅې او د خير ښېګڼې پروګرامونه د ستاينې او قدر وړ وبلل.

له ويناوالو وروسته د حسن قراءت لړۍ پيل شوه چې د دوو تنو استادانو قاري صاحب نجيب الله او قاري حکمران لخوا يې ارزونه کېدله.

د سيالۍ په پای کې د ګډونوالو له ډلې څخه په ترتيب سره هر يو بلال، فقيرالله، سيدرسول جليلي او قاري مطيع الله څلور غوره قاريان وګڼل شول، چې د هيوادپال ځواک لخوا پرې مخصوصې ډالۍ او په پاتې نورو برخه والو نغدي روژه ماتی ووېشل شو.

د غونډې په وروستۍ برخه کې ديني عالم او ژورناليست محمد الياس وحدت د راټولېدنې ارزونه وکړه او د روژې په بختور ه مياشت کې يې د ديني غونډو د جوړولو پر اړتيا او ثوابونو لنډ معلومات ورکړل. خو نوموړي زياته کړه چې لا هم په خوست او ټول افغانستان کې د اسلامي نړۍ په معيارونو برابر د حفظ او تجويد ديني مراکز نشته، چې دا برخه جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

د يادونې وړ ده چې هيوادپال ځواک له څلورو کلونو راهيسې په خوست کې منظم فعاليت کوي چې تر دې مهاله يې په ټولنيز، فرهنګي او علمي ډګر کې لسګونه پروګرامونه داير او زرګونه خوستيو ځوانانو ته روزنه ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *