د افغانستان په څلورمه یو ورځینۍ مسابقه کې زیمبابوې ته په سلو منډو ماتې ورکړه.
پچه زیمبابوې وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ افغانستان وکړي.
افغانستان ۲۵۹ منډې هدف وټاکه خو زیمبابوې ټولټال ۱۵۹ منډې جوړې کړای شوې.
زیمبابوې باید د ریچموند منندوی وي چې ۶۴ منډې یې ورته جوړې کړې.
په نننۍ مسابقه کې د افغانستان اوپینران جاوید احمدي او عثمان غني نسبتاً ژر وسوځېدل. دواړو ۲۱ منډې جوړې کړې. خو ورپسې ګلبدین نایب او نصیر جمال ښه لوبه وکړه.
نایب په ۴۶ توپونو ۳۱ منډې وکړې او نصیر جمال په ۸۴ ټوپونو ۳۹ منډې جوړې کړې.
له دوی وروسته سمیع الله شینواري ښه لوبه وکړه. ده په ۶۷ توپونو ۴۰ منډې پوره کړې. کیپتان محمد نبي په ۶۱ توپونو ۳۷ منډې جوړې کړې. میرویس اشرف په ۱۲ توپونو یوازې ۴ منډې جوړې کړې.

شفیق الله تر ټولو افغان لوبغاړو زیاتې منډې جوړې کړې. ده په ۷۳ توپونو ۵۶ منډې جوړې کړې.
دولت ځدراڼ په ۹ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې او شرف الدین شرف په ۵ توپونو ۳ او افتاب عالم په یو توپ یو رنز جوړ کړ.
له بلې خوا په بالینګ کې نوي افغان لوبغاړي شرف الدین شرف درې زیمبابوې وال لوبغاړي وسوځول. ده په ۹ اورونو کې صرف ۲۹ منډې ورکړې.
دولت ځدراڼ دوه لوبغاړي وسوځول، افتاب عالم هم دوه وسوځول. یو لوبغاړی د لوبې په لومکړیو کې د محمد نبي له لوري وسوځول شو.
په دې ډول له زیمبابوې سره د افغانستان د یو ورځنیو مسابقو لړۍ مساوي پای ته ورسېده ځکه چې لومړۍ دوې مسابقې کوربه ټیم ګټلې وې.