ایمل مړوند-

نن جمعه مبارکه چې د ( ۱۳۹۳ ) کال د ( چنګاښ ) میاشتې ( 27 ) مه نېټه وه، ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله سلمه غونده وکړه.

 ختیځ ادبي بهیر له نن څخه پوره دوه کاله وړاندې خپل ادبي سفر پیل کړی وو، چې نن يې بهیر وال د سلمې اونیزې ناستې شاهدان وو.

ختیځ ادبي بهیر د خپل پیل کړي سفر په اوږدو، د خپلو عدي اونیزو ناستو سربېره چې یوه اونۍ په کې مشاعره، ادبي کرکتنه کیږي او یوه اونۍ په کې مشاعره او ادبي درس وړاندې کیږي لسګونه د کتابونو مخکتنې غونډې، ویاړ غونډې، یاد غونډې او لمانځغونډې جوړې کړي دي.

ختیځ ادبي بهیر د ختیځ میشتو فرهنګي ځوانانو په مالي او ځاني همکارۍ د جلال اباد ښار د میدیوتیک په انګړ کې هره اونۍ خپلې اونیزې ناستې کوي.

ختیځ ادبي بهیر نن سبا په سیمه کې د یو ادبي مکتب ځای خپل کړی دی او هره اونۍ ورته د یو شمېر مشرانو لیکوالو او شاعرانو سربېره لسګونه تنه زلمي شاعران او لیکوال راځي او د خپلو خیالاتو اظهار په کې په ازاد ډول کوي.

نن جمعه مبارکه ملګري، د ختیځ ادبي بهیر په ۱۰۰مې اونیزې ناستې سره راټول وو، چې د غونډې په پیل کې بهیروالو، په پکتیکا کې د شوي غمجنې پېښې په اړه خپله ژوره خواشینې ښکاره کړه، وژلو ته يې د جنت دعا وکړه او د هغوی کورنیو ته يې د زړه صبر د الله له دربار څخه وغوښت.

ورپسې ملګرو د باز خیره بنسټ په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې يې د ختیځ ادبي بهیر د غړي، مشال راډيو خبریال او شاعر لیکوال باز محمد عابد سره د همکارۍ سینه وډبوله.

ددې ترڅنګ د بهیر په تېرو کارونو او او غونډو د ملګرو لخوا خبرې وشوې او د بهیر د لا پرمختګ په اړه ټولو بهیروالو خپل خپل نظرونه ورکړل او په دې برخه کې يې د همکارۍ ژمنې وکړې.

تر بحث ورسته ازاده مشاعره وشوله چې لسګونه تنو شاعرانو په کې خپل شعرونه وویل.

د ناستې په پای کې راتلونکې اونۍ د اختریزې مشاعرۍ لپاره وټکال شوه، او بهیروالو ژمنه وکړه، چې راتلونکې اونۍ به د اختر به اړه یوه شرنګیدلې او پرتمینه مشاعره کوي.

د ختیځ ادبي بهیر ملګري د خپلې سلمې غوندې د پوره کیدو له امله ټوله ملګرو او هیوادوالو ته مبارکي وايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *