تاند- د غور ولایتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې پنځلس تنه مسافر وژلي دي.

د غور د والي ویندوی عبدالحی خطیبي وویل، وسله والو مخالفانو پرون /پنجشنبه/ ناوخته لعل و سرجنګل ولسوالۍ ته د تلونکي بس مخه ونیوله، سپرلۍ یې ترې راکښته کړل او بیا یې پر زړه او سر ډزې پرې وکړې.

په بس کې، چې له کابله غور ته روان و، ۳۰ تنه سپاره ول.

ویل شوي چې حمله کوونکو له بس څخه یوازې شیعه هزاره ګان کوز کړي او وژلي دي.

داسي ښکاري چې د حمله کوونکو اصلي هدف د افغانانو په منځ کې د نفاق اچول وي.

حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. او طالبانو هم تراوسه پوري د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو د پکتیکا د اورګون د خونړۍ پېښې مسوولیت هم تراوسه نه دی منلی.

خطیبي وايي چې په وژل شویو کسانو کې ۱۱ نارینه، ۳ ښځې او یو ماشوم دی.

ده په دې اړه معلومات نه لرل چې په وژل شویو کسانو کې د بس چلوونکی هم شامل دی او کنه دی.

پرون په هرات کې وسله والو کسانو دوې فنلنډۍ روغتیايي کارکوونکې ووژلې. د هغوی د وژلو مسوولیت هم تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

0 thoughts on “د دولت وسله والو مخالفانو په غور کې د یوه بس ۱۵ سپرلۍ ووژلې”
  1. هرڅوک چه داسی وحشیانه وژنی او دقومونو ترمینځ دنفاق اور بلوی، الله پاک دیی دغه خلک تباه کړی.
    دغه خبر بی بی سی په داسی ډول نشر کړی دی.

    (د افغانستان له لويديځ نه راپورونه وايي، چې وسلوالو کسانو د غور ولایت له مرکز چغچران نه ۲۵ کيلومتره لرې ۱۴ کسان په ډزو وژلي دي.

    د غور والي سيد انور رحمتي وايي وسلوالو نيمه شپه درې مساپر وړونکي فلاينګوچ موټر چې له چغچران نه د کابل پر لوري روان وو، درولي او خلک يې ترې ښکته کړې دي.
    وې، د هغې خور، مور او زوم هم شامل دي.

    دی وايي دا پېښه د مرکز چغچران په ۲۵ کيلومترۍ کې د ‘بادګاه’ په سيمه کې شوې ده.

    د ښاغلي رحمتي په خبره وسلوالو دغه مسافر د پېژند پاڼې له مخې په دوو ډلو وېشلي او هغه چې (هزاره) قوم ته منسوب وو، وژلي يې دي.

    دی زياتوي نور مسافر خوشي شوي او اجازه ورکړای شوې چې سفر وکړي.

    د غور والي وايي: ”دغو مساپرو، چې د اختر په مناسبت کابل او بامیانو ته تله، د شپې ۱۲ بجې له دغه ځایه سفر پیل کړ، وروسته دغه درې فلاینګ کوچ ګاډي درول شوي، د هر مساپر نوم او تذکرې په اړه پوښتنه شوې او ۱۴ کسان هلته شهیدان شوي دي، چې درې ښځې او ۱۱ نارینه په کې شامل دي، یوه په کې ناوې ده، د ناوې مور ده او خور یې ده او یو هم زوم دی، یانې له یوې کورنۍ دغه پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي”.

    د غور والي وايي ناوې، زوم او د هغوی کورنۍ د چغچران ښار وو، پنځه کسه نور د دايميرداد، يو يو کس د پنجاب او يکاولنګ او يو کس د پوځي اکاډمي محصل وو چې د پسابند و او غوښتل يې اختر په کابل کې تېر کړي.

    که څه هم د دغو وژنو کره انګېزه لا نه ده څرګنده، خو د غور والي انور رحمتي وايي د دغو مساپرو د وژنې عاملين ځايي طالبان دي.

    خو طالبانو تر اوسه د غور د والي د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.)

    دغه ورونه او خویندی دیی خدای ج وبښی او خپلوانو ته دیی خدای غټ صبر او حوصیله ورکړی.

    ددولت څخه جدی هیله لرم چه دغه بلواګر، کوتاه طریق، دحکومت چوکۍ پسی ړانده کسان چه هرڅوک وی او دقومونو ترمینځ ستونزی پیښوی او غواړی په هر ناروا او بد عمل سره خپل ځان چوکۍ ته ورسوی ډیر ژر کشف او په سنګینه جزا ورسوی.

    دآرګون شهیدان، دکابل دتیلو دټانکرو دسوځیدلو پیښه او یو ډول نوری ناوړه پیښی چه په دیی ورځو کی ترسره کیږی باید ژر تر ژره یی واړه او غټ مجرمان ونیول شی او دقانون پنجو ته یی عامیلین وسپارل شی.

    دخدای په امان

  2. طالبانو دغه عمل هم ردکړی او هم غندلی!
    عاملين یې د افغانستان او بيا دپښتنو دوښمنان دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *