د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

خبرپانه

2014.07.25

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبد الخالق فراهي، په تخار، بغلان، نیمروز او غور ولایتونونو کې، د وسلوالو مخالفانو له خوا، د ملکي وګړو په نښه کولو او مرګ ژوبلې اړولو وروستۍ  پېښې په کلکه غندلې دي.

 فراهي یادو ولایتونو ته د تسلیت په استولي پیغام کې ویلي دي، چې: (( ترهګر او د وطن د سولې دښمنان هېڅکله نه غواړي، چې افغان ملت ارام ژوند وکړي. دښمن د ولس د ګواښلو، وژلو او زهیرولو لپاره له هر ډول فرصت څخه استفاده کوي او آن د روژې په مبارکه میاشت کې هم خپلو کرغېړنو کړنو ته دوام ورکوي.))

 په پیغام کې پر ولایتي ادارو غږ شوی، چې د پېښو د ټپیانو روغتیایي حالت ته جدي پاملرنه وکړي او د شهیدانو له کورنیو سره د مرکزي ادارې د خواخوږۍ مراتب شریک کړي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، په مبارکه روژه کې، په پرلپسې ډول، د ملکي خلکو په نښه کول او هغوی ته پراخه مرګ ژوبله اړول، د ټولو اخلاقي، دیني او ملي موازینو خلاف عمل ګڼي او عاملان یې، د خدای، تاریخ او وطن پر وړاندې مسوول بولي.

دا اداره، په هېواد کې د تلپاتې ثبات او خوندیتوب لپاره د سولې او روغې جوړې په موخه د هر ډول فعالیتونو د بریالیتوب هیله لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *