تاند- د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه مهم غړي احمدضیا مسعود د ايتلافي حکومت جوړېدا رد کړه.

ښاغلي مسعود نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ملي یووالي د حکومت معنا دا نه ده چې ايتلافي حکومت به جوړېږي.

ده وویل چې د ايتلافي حکومت جوړېدا په هیواد کې د انتخاباتي پروسې او ولسواکۍ په زیان ده ځکه که یې انتخابات ونه ګټل په اپوزیسیون کې پاتې کېږي خو ايتلاف نه کوي.

ده دا هم وویل چې د ملي یووالي د حکومت مطلب دا نه دی چې واک به وېشل کېږي.

«له مخالف ټیم څخه زما غوښتنه دا ده چې باید د ايتلافي حکومت پر جوړېدا ټینګار ونه کړي ځکه چې د هیواد په خیر نه دی. موږ پر ايتلافي حکومت باور نه لرو.»

تر دې مخکې د عبدالله عبدالله ټیم غوښتنه کړې وه چې د رایو د پایلو تر څرګندېدو مخکې دې د راتلونکي حکومت په اړه خبرې وشي او دا دې معلومه شي چې کومې چوکۍ به بایلونکي ټیم ته ورکول کېږي خو د اشرف غني احمدزي ټیم ویلي چې په دې اړه چا ته تضمین نه شي ورکولی.

پرون ملګروملتو د رایو د تفتیش او باطلولو په اړه خپل وړاندیزونه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وکړل.

ویل شوي چې د کاندیدانو د رایو د باطلولو او نه باطلولو پر څرنګوالي موافقې ته رسېدلي دي.

0 thoughts on “احمدضیا مسعود د ايتلافي حکومت جوړېدا رد کړه”
  1. احمد ضياء مسعود ستاخخه مننه نره خبره، بر خاي خبره، واضح او بوست كنده دي ورته وويل داجه داسي واضح خبري وكري دخلكو تشويش هم رفعه كيزي
    عجبه داده جه كتي به ي يو بايلي به بل او حكومت به مشترك جوروي ايا يا دوي احمق دي او يا جانب مقابل ته داحمق فكر كوي

  2. زه دمحترم ضيا مسعود سره بلکل همغږيم ،ايتيلافی حکومتونه دمعمول په توګه تر انتخاباتو وړاندی کيږی ،چي بيا ددی لپاره ګډه ټاکنيزه مبارزه کوی

  3. من به مسعود صاحب هم نظر هستم آن اینکه حکومت اۀتلافی مانع اصلاحات و از بین بردن فساد، ظلم، و پیشرفت متوازن افغانستان میگردد.

  4. مونژ د احمد ضيا مسعود د درېځ ستاينه کوواو په څنګ کي يي يوبل نظر هم لرو هغه دا چه دانتخاباتو د کميسون له نوم څخه دد خپلواک مختاړي لري او پر ځاي د د بلواک مختاړي وراضافه شي او يا د هم لژ تر لژه يواځي د کميسون کليمه استعمالشي هغه ځکه چه د کميسون په بلواکۍ کي څه شک پاتي نه دي

  5. احمد ضيا مسعود خو دا خبره ددي لباره نده كري جي دا خه سري دي او دوطن غم ورسره دي, هغه ددي لباره داسي وايي جي كه ايتلافي حكومت جور شي نو احتمال لري جي هغه جوكي جي اشرف غني ورسره وعده كري ده دلاسه يي ووزي او مخالف تيم ته وركرل شي, لكه جي عبد الله يو وار مخكي ورانديز كري وه جي دده جوكي دي زما تيم ته راكرل شي…. كه جيري دته هماغه جوكي وركرل شي بيا به هيس خبره نه وي…. ايتلافي حكومت به وي او دوطن به كته به وي…. تول ديو اخور خره دي…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *