نېټه: ١٣٩٣-٥-٣
کندهار، افغانستان- په ډېري خواشينۍ سره خبر سوم چي د هېواد او ملت دښمنانو په دې مبارکه مياشت کي د غور-کابل پر لويه لار له دوو موټرونو څخه ١٤ تنه کښته کړي او وژلي دي. انا لله وانا اليه راجعون
نامعلومو وسله والو تېره شپه دوولس بجې د غور-کابل پر لويه لار په بادګاه سيمه کي له دوو موټرو څخه ١٤ تنه کښته کړي او په ډزو يې وژلي دي. په دوى کي درې ښځي او ١١ نارينه شامل دي، چي يوه پکي ناوې، د دې ناوي مور، خور او يو هم زوم دى، يعني له يوې کورنۍ څخه څلور غړي پکي وژل سوي دي.
د هېواد او ملت دښمنانو بيا پخپل دې ناوړه عمل په ډاګه کړه چي دوى اصلاً له افغانانو سره دښمني لري. دوى د بېګناه افغانانو کورنيو ته د روژې مياشتي د اوولسمي په شپه يو ځل بيا د غم ټغر هوار کړ. دوی په خپل دې وحشيانه عمل ولس ته وښووله چي دوی نه د روژې مبارکي مياشتي او نه د عامو خلکو درناوی لري. د روژې په لسو وروستيو طاق شپو کي د قدر شپې وړاندوينه سوې ده، الله تعالى د قدر شپې عبادت تر زرو مياشتو غوره ګڼلى دى، خو د دې پېښي عاملينو په دې مبارکو شپو کي بېګناه او معصوم انسانان په شهادت ورسول.
زه د کندهار د ټول شريف ولس، دولتي او نظامي مامورينو په استازيتوب دا ډول پېښي او ترسره کوونکي يې په سختو ټکو غندم او پر ټولو افغانانو ږغ کوم چي په يوه ږغ د هغو کسانو چي د افغانستان ثبات له منځه وړي، مخه ډب کړي او پر وړاندي يې مبارزه وکړي.
کندهار ولايت مقام شهيدانو ته د فردوس جنت غوښتنه او کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندي کوي. ولايت مقام په دغه درانه او لوى غم کي د ټول کندهاري ولس په استازيتوب ځان شريک ګڼي.