د اختر ورځ وه.د کلي خلک ډلې ډلې د توی(سیند) پر غاړه ناست وو، له هرې خوا د خندا غږونه راته.ټولې ډلې په ټوکو ټکالو بوختې وې، خو په دوی کې د خندان بابا ډله په ټوکو او درواغو کې له ټولو وړاندې وه. خندان بابا زمونږ کليوالو.په کلي کې یې له ځوانانو پرته د کلي نورو خلکو سره ځکه طبعیت نه لګېده چې هغوی بې له نسوارو او له پېسو ګټولو بله خبره نه وه خو خندان بابا د دې څېزونو په غم کې نه و خپل دغریبۍ ژوند به یې له ځوانانو سره په ټوکو ټکالو تېروه.
د کمکي اختر لومړۍ مازدیګر و. د کلی ځوانان د هغه تر شا و خوا را ټول وو. ده په خپله ږیره لاس را کش کړ، یو ځوان ته یې سترګې ور واړولې په اوږه یې ټپ ورکړ بچو څنګه غلی یې ته هم لکه د ښځې له لاسه ښه ورځ نه وینې؟ ها ها هاه هههههههههه
ـ نه بابا ستا خبرو ته مې غوږ نیولی
بچو خبرو ته مې والله که ښځه غوږ نیسي نو ته به یې څه ونیسې ها هاه هاه اه هاه
د بابا ټوکې به هغه وخت به په غورځنګو شوې چې کله به په سور کې راغی په خبرو پسې به یې دومره بارود کېښودل چې سپېنه ماڼې به یې په یوه ثانیه کې چپه کوله او بېرته به یې جوړوله د ځوانانو خندا غلې نه وه چې بابا د شاباس استاد خبره را واخسته شاباس استاد زمونږ د کلي ترکاڼ و ده به د ژمي په سختو شپو ورځو کې د خپل کور په دویم چت کې کړکۍ او دروازې جوړولې. بابا چې د ژمي له یوازیتو تنګ شوی و له کوره را ووته او د ساباس استاد د کور تر څنګه تېرېده نو د هغه د ترکاڼۍ د الو غږ یې تر غوږ شه . ور غږ یې کړ. شاباسه و شاباسه! د شاباس له لورې کوم ځواب رانه غی. د وارې ګوله یې جوړه کړه کړکۍ یې پرې اوویشت یو په بل پسې یې درې واره پرې وکړل لاسونه یې یخ شول ژر ژر یې په خوله ګرم ګړل.شاباس پاس په کړکۍ کې راښکاره شو، څوک یې؟لاسونه دې پرې شه، غږ نه شې کوی د دوو سوو پلاستیک پسې دې اور ورته کړ.بابا خندان چې د ونې ډډ تر شا ولاړ وو، پرې ور غږ کړ .د غوا زویه لکه چې کوڼ یې څو غږونه مې درته وکړل خو ځواب دې رانه کړ مجبور شوم چې داسې کار در سره وکړم.
په تبه مړ شې د شپېتو شوې خو اوس هم د ماشومانو خویونه کوې ـ هو ته خو داسې شل کلن ځوان یې زما د نیکه همزولی یې ځکه خو دې غوږونه هم کار نه کوي ـ ډېرې خبرې مه کوه راځه پاس را وځېژه ـ نه پاس نه درڅېژم ـ نو بیا دې د کوم مړي یا خیرات خبر راوړی که څنګه ؟هی هی په خېټې پسې به مړ شې ـ ژر شه چې کوټه یخیږي ـ کوټه په توپ وله هغه شماره خو راکړه ـ د چا شماره ؟هغه د نازیه اقبال شماره ها ها ها ها ههههههههههههه.
بابا خندان خپلو ټوکو او درواغو ته لا زور ور کړ، ځوانانو هم له خندا ورته بډوډي نیولي؛خو ده به چې درواغ یا ټوکې کولې ،نو په خوله یې هیڅ خندا نه راتله ؛ځکه نورو دروغو یا ټوکو ته به یې را تیاری نیوه.
هغه ټولو ځوانانو ته ځېر ځېر وکتل،خپله لونګۍ یې له سره ښکته کړه، یو ځوان ته یې ویل: ډېر مه خاند هیسې نه چې …..پام دې وي.هههههههههههههههههههه. هو رېښتیا هغه د شاتو مچیو کیسه مې درته کړې او که نه؟ ټولو په یو وار وو یل نه والله ته یې وکړه که نه چې څه ګلان دې پکې کرلي.ښه ده نو غوږ شئ یو کال په لرګو پسې ما او ګل زمان هغه پورې لرې غره ته ټریکټر بوته، کله مو چې ټریکټر له لرګو بار کړ نو داسې لږ مزل مو پرې وکړ نو یوه مچې راغله زما په لونګۍ کېنسته او بېرته لاړه د یو جلغوزي په ډډ کې ننوته، ما چې په لونګۍ لاس را کش کړه ګوتې مې سریخناکې شوې،چې و مې لید نو ګبین وو. ژر مو ټریکټر ودراوه او د جلغوزي خوا ته ورغلم ډډ مې چې یو څه را لاس کړ، نو ګبینو ترې را شړ واهه. ژر مې ګل زمان ته غږ کړ، چې په ټریګټر کې ټول د اشپزۍ ډیکونه راوړي هغه د نر بچي په منډه منډه د اوبو بوشکې او ټول دیګو را ورسول دا مو ټول ترې ډک کړل، خو په شاتو کې بیا هم کمی نه راته. هغه د شاتو خبره خلاصه نه وه، چې په خبرو کې یې زرګنډیل نومي کس ورټوب کړ بابا خندانه هغه شات به د مچیو شات نه وو هغه د هغې اېږې شات وو چې تازه پکې ننږه شوې وه هههههههههههههههه.بابا چې په زرګنډیل سترګې ولګېدې نو خپله لونګی یې پر سر کړه او خپل څادر یې په اوږه کړ پاڅېد زرګنډیل ته یې مخ ور واړوه زرګنډیله شات دې زرګنډیل شه زمونږ د شاتوغوندې مجلس دې راخراب کړ د ځوانانو له کړس کړس خندا سره بابا غلی غلی له بنډاره ووت.
مصطفی باور