تاند- د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د تفتیش کار نن /شبنه/ د درېم ځل لپاره وځنډېد.
رارسېدلي راپورونه وايي چې تفتیش د دې لپاره ځنډول شوی چې د رایو د تفتیش پروسیجر یا څرنګوالی نهايي شي.
تر دې مخکې هم د دواړو انتخاباتي ټیمونو ترمنځ د اختلاف له کبله د رایو تفتیش دوه ځلي ځنډول شوی و.
په یوه تازه خبر کې فرانس پریس خبري اژانس د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مشر یوسف نورستاني په قول وویل چې د رایو د تفتیش بهیر د دې لپاره ځنډول شوی چې کاندیدان د خپلو اختلافاتو د حل کولو لپاره کافي وخت ولري.
تېر ځل د دواړو انتخاباتي ټیمونو څارونکو پر دې اختلاف درلود چې ایا هغه رایپاڼې ومني چې رای ورکوونکو پرې لاسلیکونه کړي دي.
له بلې خوا په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر وویل چې اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ملګروملتو ته ویلي چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د وړاندیز ملاتړ کوي چې د رایو د باطلولو یا نه باطلولو لپاره د ملګروملتو د اصولو پیروي کوي.
دا وړاندیز د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې په ورځ /جولای ۲۴/ ملګروملتو ته وړاندې کړ. په وړاندیز کې له ملګروملتو غوښتل شوي چې د تفتیش د څارنې او پرېکړو لپاره یوه کړنلاره وړاندې کړي.
دواړو کاندیدانو له له دې وړاندیز سره موافقه کړې ده.
محترم داكتر اشرف غني او دده تيم تولو غرو ته سكنال وركوم، با خبري وركوم،او دخطر زنك د دوي غوزو ته رسوم. كله جه دمنلو خبره رامنخته شوي به هر بهانه كي جه تاسي ورسره موفقيت كري سبا بله بهانه جوره شوي دا لري همداسي روانه ده اوتاسي هم ورته رد،رد كوري هرخه جه جانب مقابل واءي تاسي مني حتي خارجي أشخاص ءي بروسي ته داخل كره اوس غواري كوم خارجيان جه د كنترول او نظار ت دباره راغلي عبدالله غواري جه هغه هم در خخه خبل كري ، سبا به خالي او ناكامه به ميدان بإتي وي لطفا دي حالت ته توجه وكري د بهانه كيري مخه بايد ونيسي
د دی لپاره چی هکرانو ته زمینه مساعده شی تر څو پخوانی کتل شوی رایی وګوری او تغییر پکی را ولی او یا داسی نور شرطونه پیداکړی کوم چی د دوی ګروپ لپاره ښه او د منلو وړ وی خو د مخالف لوری هغه نه وی کړی. ځکه دوی کافی وخت درلود او په خپلو مربوطه سیمو کی اچول شوی رایی پاڼی د همدغو بین المللی مشاورینو په مشوره او هدایت داسی عیاری کړی دی چی مقابل لوری بیا ممکن که څه هم واقعی رایی دی ولی هغه شرایط به ونه لری. او په هغو به د تقلبی نوم کیښودل شی.
دا نوی شرطونه اوس د هغه متل چی وایی پس از ګوزدن چهار زانو معنی ورکوی. انتخابات په 24 د جوزا تیر شول او نتایج به یی د میزان میاشت کی اعلانیږی . دی وایی سرعت او شفافیت.
تبصره 2014-7-27 دافغانستان انتخابات بايد دټاګنوددواړو کميسينونو له خوا و څيړ شی لکه څنګه چی د قانونپه برابر شروع شوی او زموږ اساسی قانون چي څه حکم کوی هغسی بايد پاي ته ورسيږی خارجيان يوازی حق د کنترول لری نه داچي اوس به نو دوی بيا زموږ کميسينونه تر خپل سيوری لاندی راولی دوی هيڅ حق نلری چي په ټاکنو کي مدا خله وکړی دوی ناظرين دی نه امرين