د افغانستان کرکټ بورډ اداره له کلونو راهیسې د خپل شخصي میلمستون له نشتوالي سره مخ وه او ملي لوبغاړي به په بهرنیو هوټلونو کې د تمریناتي کمپونو پر مهال اوسیدل. ددغې ستونزې هواریدا او د لوبغاړو لپاره د خوندي استوګنځي برابرولو په موخه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ملي لوبډلې لپاره د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي په محوطه کې په ټولو عصري امکانات سمبال میلمستون ورغولو چې هر ډول اسانتیاوې په کې په پام کې نیول شوې دي.
دغه میلمستون نن د یو لړ مختصرو مراسمو په ترڅ کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین غلام نبي فراهي، په حقوقي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون حقوقو پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی، په ولسي جرګه کې د ملت استازې نسیمه نیازۍ، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، د کرکټ بورډ اداري کارکونکو او رسنیو په شتون کې پرانستل شو.
په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود د میلمستون رغنیزو چارو پر مخینې رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې ددغه میلمستون په رغولو سره د لوبغاړو پر مخ پرتې ستونزې هوارې او اوس به دوی په یوه خوندي چاپیریال کې د ملي اکاډمۍ او ادارې سره خوا په خوا میشت وي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین غلام نبي فراهي د کرکټ بورډ په اداره کې د ورته اسانتیاوو زمینه سازي او په مسلکي بڼه برابرول د دغې ادارې هوښیار مدیریت لاسته راوړنې وبللې.
د ولسمشر حقوقي سلاکار او د کابل پوهنتون حقوقو پوهنځي استاد نصرالله ستانکزي د کرکټ بورډ او په هیواد کې د کرکټ پرمختګ بریالی وباله. نوموړي له تیرو دیارلسو کلونو څخه تر ننه د کرکټ لاسته راوړنې د ټول هیواد په کچه بې سارې وبللې.
په ولسي جرګه کې د ملت استازې نسیمه نیازۍ له صفر څخه تر بریالیتوبه د کرکټ بورډ مزل زړه راښکونکی وباله. نوموړې د ادارې له هلو ځلو او د ملي لوبډلو له لاسته راوړنو یادونه وکړه او دغه اداره یې د هیواد په کچه د سپورتي ادارو ترمنځ مخکښه وبلله.
د کرکټ بورډ اجراییوي مشر ډاکټر نورمحمد مراد له راغلو میلمنو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په ډیر نږدې راتلونکې کې به د سرپټې اکاډمۍ پرانسته هم وکړي.
په پای کې د میلمستون له ټولو خونو او د کنفرانس له خونې لیدنه وشوه.