تاند- د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې، چې د اسلام زېږنځای دی، نن شپه د شوال میاشت ولیدل شوه او پر دې اساس سبا دوشنبه د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

په سعودي عربستان کې هم د افغانستان په شان اختر درې ورځې دی.

افغانستان روژه او اخترونه له سعودي عربستان سره په یووخت لمانځي.

په اکثرو اروپايي او امریکايي هیوادونو کې مېشت مسلمانان او دغه راز د ډېری اسلامي هیوادونه اختر له سعودي عربستان سره په یووخت لمانځي. روژه هم له سعودي سره په یووخت نیسي.

خو د ایران او پاکستان په شمول یو شمېر هیوادونه په دې باوري دي چې د هر هیواد افق توپیر لري ځکه یې د روژې او اختر ورځې سره توپیر لري.

په همدې حال کې العربیه تلویزیون وویل، د عراق لوی مفتي نن اعلان وکړ چې سبا /دوشنبه/ به اختر وي.

د العربیه تلویزیون د راپور له مخې د سعودي عربستان د میاشتې (هلال) د لیدلو کمېټې نن غونډه لرله چې میاشت وویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *