تاند- په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې هم سبا /دوشنبه- ګل/ له افغانستان او سعودي عربستان سره په یو وخت کوچنی اختر لمانځل کېږي.
د خیبر پښتونخوا په بنو او دغه راز په باجوړ ایجنسۍ کې د شوال میاشت لیدل شوې او اعلان شوی چې له افغانستان، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو سره یوځای سبا اختر کوي.
د پاکستان د مرکزي حکومت د میاشتې د لیدلو کمېټې تراوسه پوري د شوال د میاشتې لیدل نه دي تایید کړي خو په خیبر پښتونخوا کې د میاشتې لیدلو (رویت هلال) کمېټې تایید کړې چې میاشت لیدل شوې ده.
د پنجاب حکومت عموماً د خیبر پښتونخوا د ملایانو څرګندونې نه تاییدوي.
بنګله دېش، اندونیزیا، فلسطین، اردن، عراق، قطر او د خلیج نورو هیوادونو هم اعلان کړی دی چې سبا /دوشنبه/ اختر دی.
پاکستاني رسنۍ وايي چې له یو – دوه ځلي پرته هیڅکله نه دي شوي چې د دغه هیواد پښتني سیمو دې له نور پاکستان سره په یووخت اختر کړی وي.
د سعودي عربستان حکومت نن اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې، چې د اسلام زېږنځای دی، نن شپه د شوال میاشت ولیدل شوه او پر دې اساس سبا دوشنبه د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
په سعودي عربستان کې هم د افغانستان په شان اختر درې ورځې دی.
افغانستان روژه او اخترونه له سعودي عربستان سره په یووخت لمانځي.
په اکثرو اروپايي او امریکايي هیوادونو کې مېشت مسلمانان او دغه راز د ډېری اسلامي هیوادونه اختر له سعودي عربستان سره په یووخت لمانځي. روژه هم له سعودي سره په یووخت نیسي.
په همدې حال کې العربیه تلویزیون وویل، د عراق لوی مفتي نن اعلان وکړ چې سبا /دوشنبه/ به اختر وي.