سعودي عربستان
په سعودي عربستان کې د اختر تر لمانځه وروسته خلک د محل یا قوم د مشر پر دسترخوان میلمانه وي، د غرمې ډوډي ته ځانګړي خواړه تیار وي او د سیمې خلک ټول هلته ډوډي خوري.
ډېر سعودیان په اختر کې د خپلو سیمو نه دباندی په نورو بې وزلو سیمو کې د خپلې شتمنې زکات ورکوي.
مصر
د مصریانو د اختر لمانځلو دود، د افغانستان له هغه سره چندان توپیر نه لري.
په مصر کې د اختر رخصتۍ دری ورځې وي.
خلک د اختر سهار له مشرانو او کورنۍ له غړیو سره د اختر په مبارکیو او روغبړ کولو پیلوي.
مصریان د اختر په لمړي ورځ د دوستانو او ملګرو کورنو ته د اختر مبارکۍ لپاره ځي او پاته دوي ورځې بیا په میلو او تفریح تیروي.
سومالیا
په سومالیا کې بیا د اختر لمانځنه په لویو میلمستیاو سره کیږي.
دلته اسلامي ټولنې ځانګړي خواړه تیاروي او مسلمانان دغه ځایونو ته د خوړو او دوستانو سره د لیدلو لپاره ځې.
هند
په هند کې خلک د اختر په شپو او ورځو کې خپلو دوستانو ته ځانګړي تحفې په ځانګړي ډول کالي ورکوي.
ځوانې نجوني نکریزې ( مهندي ) په لاسونو ږدي.
په هند کې مسلمانان د اختر میلې په ځانګړیو ځایونو کې لمانځې او دغه ځانګړیو ځایونو ته غیر مسلمانان هم د خپلو مسلمانو ملګرو د مراسمو د لیدلو او میلې کولو لپاره ورتللاي سي.
بنګله دېش
په بنګلدیش کې هم د اختر لمانځنه د نورو هېوادونو سره کوم ځانګړي توپیر نه لري، خلک نوي کالي اغوندي، له دوستانو سره ویني او میله ځایونو ته ځې.
ترکیه
په ترکیه کې هم اختر ته خلک نوي کالي اغوندي او له دوستانو سره ګوري، په ځانګړي ډول ښځې او ځوانې نجوني د اختر په لمړي ورځ د ګاونډیانو په کورونو ګرځي او د اختر د مبارکۍ ترڅنګ څه اندازه خواږه او پیسي هر ګاوندی ته د اختر د تحفې په ډول ورکوي.
افغانستان
په افغانستان کې خلک په اختر کې نژدي یو اونۍ رخصتي کوي. د اختر تر لمانځه وروسته ډېر خلک په خپلو کورونو کې د غرمې ډوډې لپاره ځانګړي خواړه تیاروي.
عمومآ د اختر دوهمه او دریمه د دوستانو په لیدلو تیروي او په نورو او په پاته ورځو کې نورو سیمو ته په میلو ځې
امریکا
په امریکا کې مسلمانان د اختر په سهار په( Islamic Centers) یا اسلامي مرکزونو کې د اختر لمانځه او مبارکیو لپاره سره راټولیږي.
وروسته په مسجدونو یا سالونونو کې د مسلمانانو د بیلابیلو ټولنو له خوا مذهبي میلې جوړیږي.
لندن
په لندن کې مسلمانان په اختر کې کوم ځانګړي مراسم او رخصتي نه کوي، یوازي د اختر لمونځ او اختر مبارکۍ وروسته بیرته خپلو کارونو ته ستنیږي.