تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼې له کابل څخه په یوه راپور کې د چارواکو په قول وویل چې په وروستیو ورځو کې په کندهار کې وسله والو طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو سره تر ټولو سختې جګړې کړي دي.
طالبانو د پاکستان پولې ته څېرمه د یوې ولسوالۍ مرکز ونیوه، د ولایت مرکز ته نژدې یې له ځانمرګو او موټر بمي بریدونو وروسته له امنیتي ځواکونو سره سختې نښتې وکړې او د کندهار د غښتلي امنیه قومندان پر کور یې برید وکړ.
کندهار، چې په نولس سوه نوي یمه میلادي لسیزه کې د طالبانو اصلي مرکز و، په ۲۰۱۰ میلادي کال د امریکايي او افغان ځواکونو له پراخو عملیاتو او د طالبانو له شړل کېدو وروسته په نسبي ډول ډېر امن شو. تر ۲۰۱۰ مخکې د ښار تر څنډو پوري طالبان واکمن ول خو له هغه وروسته دا ولایت افغان امنیتي ځواکونه په کلکه ساتي.
امریکايي پوځیان یوازې د کندهار په هوايي ډګر کې دېره دي.
خو د امنیه قومندان جنرال عبدالرزاق تر قوماندې لاندې افغان ځواکونه تهاجمي دریځ لري. طالبان وايي چې عبدالرزاق یو خونړی او ظالم قومندان دی.
نیویارک ټایمز د طالبانو د مشر ملا عمر د اختر پیغام ته په اشارې وايي چې طالبان له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سره په جګړې ټینګار کوي او وايي چې په افغانستان کې بېرته اسلامي امارت واکمنوي.
د ورځپاڼې په باور طالبان دې هدف ته د رسېدو لپاره د روژې په میاشت کې پر کندهار سختې حملې وکړې. په دې بریدونو کې په سلګونو طالبانو برخه لرله.
شاوخوا سلو پاکستاني، افغان او نورو طالبانو د شنبې په ورځ د پاکستان په پوله کې د ریګستان پر ولسوالي برید وکړ.
د کندهار د والي ویندوی دواخان مینه پال وویل، جګړې ۱۰ ساعته دوام وکړ، پولیسو د ولسوالۍ د ودانۍ دفاع وکړه خو امنیه قومندان له پنځو پولیسو سره په جګړه کې ووژل شو.
ریګستان ډېره لېري پرته سیمه ده.
جنرال عبدالرزاق امنیتي ځواکونه ریګستان ته ولېږل چې طالبان په څټ کړي چې په دې منځ کې خبر ورغی چې شپږو ځانمرګو په سپین بولدک ولسوالي کې د ده پر کور برید کړی دی. حمله کوونکو یو ښوونځی نیولی و او له هغه ځایه یې د عبدالرزاق پر کور ډزې کولې.

افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو د دې تاکتیک په شنډولو کې ډېر ماهر شوي دي. عموماً په هره ډله ییزه حمله کې له پنځو تر ۸ وسله وال طالبان وژل کېږي خو په مقابل کې یې د امنیتي ځواکونو تلفات له دوو یا درو نه اوړي.
طالبان په ښارونو کې هدف ته نژدې ودانۍ نیسي او له هغه ځایه هدف په درنو او سپکو وسلو ولي.
د قومندان عبدالرزاق ویندوی ضیا دراني د سپین بولدک د حملې په اړه وویل:«د عبدالرزاق د کور ساتونکو پر طالبانو ځوابي برید وکړ چې په نتیجه کې یې یو ساتونکی ووژل شو او درې نور ژوبل شول.»
ده همداراز وویل چې ټول طالب حمله کوونکي له منځه یووړل شول. په دې جګړه کې یو ماشوم هم ووژل شو خو د جنرال عبدالرزاق د کورنۍ هیڅ غړی نه ژوبل او نه ووژل شو.
تر دې پېښې دوې ورځې مخکې شاوخوا ۲۵۰ کورنیو او بهرنیو طالبانو پر ژېړۍ ولسوالۍ ناڅاپي برید وکړ. افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو حمله ناکامه کړه او طالبان یې پسې واخیستل.
د کندهار د والي ویاند ښاغلي مینه پال وویل چې د جمعې په ورځ طالبان بیا ژېړۍ ولسوالۍ ته رامخکې شول ، ۲۴
طالبان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول. د ده په وینا په دې جګړه کې یو پولیس او یو عسکر ووژل شول او ۵ پولیس ټپیان شول.
نیویارک ټایمز د ژېړۍ ولسوالۍ د پشمول د کلي د یوه سپین ږیري حاجي عبدالله خان له قوله ویلي، طالبان د جمعې په ورځ، په داسي حال کې چې خلکو د جمعې لمونځ کاوه، د ژېړۍ څو کلیو ته ننوتل، خلکو کورونو ته منډه کړه، ځیني خلک شاوخوا کلیو ته لاړل او ځیني د ولایت مرکز ته وتښتېدل.
ده وویل:« که جګړه دوام وکړي موږ به د انګورو حاصل له لاسه ورکړو. دا به خلکو ته بد اقتصادي تاوان واړوي. موږ د انګورو له تاکونو پرته بل څه نه لرو، ټوله خواري او شتمني مو پرې لګولې ده.»
ده وویل چې په سیمه کې د امریکايي پوځیانو له عملیاتو او ولسي پاڅونه وروسته یو نیم کال کېږي چې ارامه ارامي وه.
ده همداراز وویل چې ډېر بې ځایه شوي کلیوال خپلو کلیو ته راغلي وو او پر مځکو او باغونو یې کار پیل کړی و.