ورځنی استحقاق مې دوې افغانۍ وې. اصولاً د بس د کرایې له پاره. خو زه له ونې ټيټ، په تن خوارینجوکی او په څېره خام، که څه هم د پینځلسو کلو وم خو خلکو راته د ماشوم ګومان کاوه او په ښاري بس کې یې راڅخه کرا نه اخیسته. دوې افغانۍ مې د تفریح د وخت عیاشۍ ته پاتې کېدلې. ما به بیا هغه کار هم نه کاوه، یا به مې خویندو وروڼو ته پرې مېوه دانه اخیسته، یا به مې د لسو شلو ورځو پیسې وسپمولې، په پل باغ عمومي کې به مې یو کتاب واخیست.

ملګرو پرېکړه کړې وه چې د پنجشنبې په ورځ به ایس کریم خورو. په چل چل مې ځان پوه کړ چې د ایس کریم بیه لس افغانۍ وه. ما هم د ټولې اونۍ عواید دې تاریخي ورځې ته وساتل.

د نوي ښار د پارک د ختیځ لور ته د ایس کریمو دوکان و. ورغلو. له ماشین څخه تاوراتاو یو څه په زېړ رنګي ګیلاس کې را توی شول. ملګرو ته مې کتل چې دا بلا څنګه خوړل کېږي. ورو ورو مې د ایس کریم په څټلو پیل کړ. نه پوهېږم چې زما ژبه تر نورو ډېره تېره وه او که کومه بله خبره وه، خو د ملګرو ګیلاسونه لا ډک وو چې زما ګیلاس تش شو. یو څه ایس کریم د ګیلاس په بېخ کې پاتې وو، خو د خوړلو لار یې نه وه. جګ شوم، ګیلاس مې د کثافاتو په ستل کې وغورځاوه.

شېبه وروسته مې کتل چې ملګرو مې ګیلاسونه هم په خوند خوند و کروپول.

څلور کاله وروسته، په فرانسه کې پوه شوم چې د ایس کریم د ګیلاس مزه څه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *