د (۴۷ ډله ) څوک وه؟

ترڅوچې د دویمې نړېوالې جګړې له ټپ (زخم ) څخه وینه راځي ، نو جګړه به دوام ولري.(هانریشل بل)له دویمې نړېوالې جګړې دوه کاله وروسته په ۱۹۴۷ ز کال په آلمان کې یوه ډله جوړه شوه چې د (۴۷ ډلې ) په نوم یادېدله.هغوي د پاخه عمر فرهنګپال ول چې غوښتل یې د ځوانانوسمه لارښوونه وکړي، ( نه لکه زموږ د هېواد بانډ بازي ـ ژباړونکی) د دې ډلې د لارښوونکو یوه ځانګړنه دا وه چې حیرانوونکی انتخاب به یې کاوه .

دوی له ۱۹۵۷ ز کال څخه وروسته یوه جایزه وټاکله .د دوی د تشخیص ځواک ډېر حیرانونکی و ، هغه داسې چې دغې جایزې ته یې داسې کسان په نښه کول چې هغوی به وروسته د آلمان او د سیمې په ادبیاتو کې وتلي کسان شول .(( اینګه بورګ باخمن )) چې اوس ټول په یوه خوله وایي :هغه له دویمې نړېوالې جګړې وروسته د آلمان د ادبیاتو ترټولو ستره ښځینه الماني شاعره ده ، کله چې د دې ډلې جایزه یې واخیسته ، هیچا نه پېژندله، که څه هم ځيني ورځپاڼو او مجلو د هغې ځیني شعرونه هم خپاره کړي و ، خو هغه یوازې هغه وخت نومیالۍ شوه چې د دغې ډلې جایزه یې ترلاسه کړه .(( ګونتر ګراس )) چې اصلا د خپل ( حلبي ډول ) په نامه شهرت لري ، د ( ۴۷ ډلې ) په یوه غونډه کې د همدغه اثر ( حلبي ډول ) یوه برخه ولوستله او په دې توګه یې جایزه وګټله .په همدې توګه (( هانریش بل )) هم خپله لومړنۍ جایزه د همدغې ( ۴۷ ډلې ) څخه ترلاسه کړه . له دغې جایزې هغه دمخه چا نه پېژاند ، خو له جایزې وروسته نومیالی شو . دلته موخه دا ده چې څرګنده کړو دغه ډله څه تصادفي او بې ګټې او ګوندي ماره ډله نه وه .هغوي ډېرو لږو کسانو ته جایزې ورکولې ، خو هر چا ته یې چې جایزه ورکړې ، هغوي ډېر شهرت موندلی .

هغوي له ۲۷ کلنو تر ۴۰ کلنو لیکوالو او شاعرانو ته دا جایزې ورکولې .دغه ډله په فلسفي اړخ کې یعنې د فلسفي بنسټ له مخې د ( فرانګفورت ) د ښوونځي لارویان ول .د دغې فلسفې دوه بر خې دوي راخپلې کړې وې .یوه یې دا وه چې موږ ورته ( د ګټې اخیستنې اصل ) وایو او دویم هغه یې د (له ځان څخه د پردي کېدو اصل ) دی چې په ښاري مدرنه ژوند کې انسان ته ورپېښیږي چې ددغه شان اندېښنو بېلګه موږ د چارلي چاپلین په (نوی پیر،،عصر ،، ) فلم کې ګورو چې کارګر هلته خپله په یو ماشین بدلیږي . له ( ځان څخه پردی کېدل ) د یو اصل په توګه د لومړي ځل لپاره د (هیګل ) لخوا څرګند شو .دا بل اصل چې موږ ورته (د ګټې اخیستنې ) اصل وایو ، هغه داسې دی چې انسان په مدرنه ژوند کې باید ددغه اصل په خدمت او چوپړ کې وي .په دې معنی چې انسان ژوند کوي د کار لپاره او نه دا چې کار کوي د ژوند کولو لپاره .په ډېرو فلمونو ، لنډو کیسو ، ناولونو او داستانونو کې به تاسو لیدلي او لوستلي وي چې د بېلګې په توګه ټول هغه کسان چې په یو رواني روغتون کې بستر دي ، هغوي ټول لیونیان نه دي .

دوي هغه کسان دي چې نه غواړي د ( ګټې اخیتنې ) یا په بله وینا ( له دوي څخه د ګټې اخیتنې ) د سیستم په چوپړ کې وي ، نو ځکه ړخو یا دوي ته لیونیان وایي او یا د ټولنې ضد او منفي کسان . له جګړې وروسته د آلمان د ادبیاتو بله ځانګړنه رادیکالیزم و .دغه رادیکالیزم د دې لاامل شو چې محافظه کاران د دغه شان ادبیاتو خوا ته لاړ نه شي هغوي دغه ډول ادبیاتو ته په بابېزه کتل، دویم لاس او بېکاره یې ګڼل.

پر رادیکالیزم د آلمان یو شمېر سیاستپوهانو او چارواکو هم اغېزه وکړه او داسې شوه چې دغه چارواکي لکه ( آدنایر ،ویلي برانت ، هلموت کول او ډېر نور پر رادیکالیزم اغېزمن شول.له جګړې وروسته دموکرات مسیحي ګوند د ( کنراد ادنایر ) په مشرۍ د سیاسي کادرونو په ستونزه اخته شو .ټول یا چپیان ول او یا د پخواني نازیستانو غړي ،آدنایر د دې دواړو ترمینځ ښه وګنله چې د هغو پخوانیو کادرونو پر خوا ورشي چې دومره مشهور او بربنډ نه ول .

هغه وغوښتل سوسیال دموکراتان هم ګوښې ته کړي .دوي په ټولنه کې داسې تبلیغ کاوه چې هیڅوک حق نه لري( کیڼ لاسی ) و اوسي، او ان دا چې باید دموکرات هم نه وي .سیاستمداران باید زموږ د ګوند غړي وي ( دموکرات مسیحي ) .او په دې توګه ګورو چې سیاستوالو پر ادبیاتو اغېزه وکړه ، خو د ویلي برانت په اړه داسې نه وه .دا ادبیات ول چې پر ویلي برانت یې اغېزه وکړه .هغه له ( هانریش بل ) او (ګونترګراس ) سره نږدې اړیکې درلودې .تر هغې وروسته هم د ( بادر ـ ماینهوف )د محکمې او یا د ( برلین د دیوال ) د جوړولو مسُلې هم لیکوالان دې ته اړ کړل چې ددغه شان پېښو او د آلمان د روح د ټوټې کولو اصلي عاملین د مسیحي دمکرات ګوند سیستم وګڼي او د دغه شان پېښو پر وړاندې د آلمان ادبیاتو انسان خوښونې بڼه غوره کړه . ..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *