د کرکټ بورډ خبرپاڼه:
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته په لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه کې په ۳۵ منډو ماتې ورکړه.
دغه لوبه دجولای له ۲۷مې څخه تر ۳۰ نېټې پورې د زمبابوي په پلازمینه هرارې ښار کې دوام درلود. د لوبې په لومړی ورځ پچه د زمبابوې الف لوبډلې وګټله او افغانستان الف ته يې د لومړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه. د افغانستان الف لوبډله په توپ وهنې کې ښه و نه ځلېدله او ټول لوبغاړي په ۱۰۵ منډو وسوځېدل. رحمت شاه تر ټولې زياتې ۲۷، فضل نيازي ۲۶ او نجيب ترکي ۱۶ منډې جوړې کړې، له دوی پرته هيڅ لوبغاړې خپلې انفرادې منډې تر لسو هم و نه رسولې. د زمبابوې له خوا چتارا تر ټولو بريالی توپ اچونکی و چې د ۳۱ منډو په بدل کې يې پنځه لوبغاړي وسوځول.
د زمبابوې الف توپ وهونکي هم و نه توانېدل چې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي، په ۳۰ منډو يې ۵ لوبغاړي سوځېدلي ول ؛ خو شپږمې او ورپسې اوومې وېکټې يو څه مقاومت وښود. د زمبابوې ټول توپ وهونکي په ۱۶۵ منډو وسوځېدل او د افغانستان په وړاندې يې ۶۰ منډې برتري تر لاسه کړه.
د افغانستان لخوا ځوانو توپ اچونکو يمين احمدزي او فريد احمد ملکښکلې توپ اچونه وکړه، يمن احمدزي د ۵۸ په مقابل او فريد احمد ۵۴ منډو کې په مقابل کې پنځه لوبغاړي وسوځول.
په لومړي اننګز کې د ۶۰ منډو له تاوان څخه وروسته په دوهم اننګز کې د افغانستان الف توپ وهونکو غوره لوبه تر سره کړه. اوپنرانو ۹۳ منډې ملګرتيا وکړه، کريم صادق په ۳۸ او نجيب ترکی په ۵۱ منډو وسوځېدلو. هر توپ وهونکې د اننګز په ټينګولو کې خپله رغنده ونډه درلود؛ خو د لوبې تر ټولو غوره ملګرتيا د نجيب زدران او فضل نيازي تر منځ چې ۱۲۵ منډې يې په شريکه جوړې کړې. نجیب زدران له بده مرغه د يوې منډې د کمښت له کبله خپله سليزه پوره نه کړه او په ۹۹ منډو وسوځېد. فضل نيازی تر اخره و نه سوځېد او ۴۲ منډې يې جوړې کړې. افغانستان الف لوبډلې په دغه اننګز کې ۳۲۱ منډې جوړې او د زمبابوې الف لوبډلې ته يې د ۲۶۲ منډې هدف پرېښود.
د زمبابوي الف لوبډلې پېل يو ځل بيا ښه نه و، تر ۴۶ منډو يې درې لوبغاړي و سوځېدل. نورو لوبغاړو هم چندانې ښه لوبه ونه کړه او د زمبابوی ټوله لوبډله په ۲۲۴ منډو وسوځیدله . د افغانستان الف له لوري په توپ اچونه کې لوبډلمشر ميروېس اشرف د ۳۵ منډو په مقابل کې شپږ او يمن احمدزي د ۶۵ منډو په مقابل کې ۳ لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس سلاکار وزیر شهزاده مسعود، اجرايیوی رییس ډاکټر نور محمد مراد او ټوله ادارې پر دغې بریا لوبډلې او ټولو هیوادالو ته مبارکي وایي.
د افغانستان الف او زمبابوې الف تر منځ دوهمه څلور ورځنۍ لوبه به د آګست له دوهمې تر پنځمې نېټې په هرارې کې تر سره شي.