تاند- روسیې د شانګهای د همکارۍ ټولنې ته وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې د حالاتو د خرابېدو په صورت کې د منځنۍ اسیا د هیوادونو پر حالاتو د احتمالي اغېز د مخنیوي لپاره د سرحدي همکاریو د موافقې یو چوکاټ نهايي کړي.

دا وړاندیز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې په غونډه کې وکړ.

ده وویل:«نن په سیمه او نړۍ کې روانو پېښو ته د اغېزمن ځواب ویلو لپاره ګډې هڅې په اجنډا کې شاملې دي. د ټولو په سر کې د ۲۰۱۴ کال پای ته رسېدو ته په پام د افغانستان حالات دي.»

د سږ کال په پای کې د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځیان له افغانستانه وځي. روسیې په ځلونو د امریکايي پوځیانو پر وتلو اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې باید خپل ماموریت بشپړ کړي خو په عین حال کې دې هیواد په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په وړاندې اندېښنې ښکاره کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل:«موږ په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو هرکلی کوو، خو پایلې یې لا څرګندې نه دي.»

ده همداراز وویل:«له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې د سقوط او منځنۍ اسیا ته د بې ثباتۍ د غځېدو خطر شته.»

ده وویل چې د سرحدي مسایلو په اړه د موافقې یو چوکاټ ممکن د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د تروریستانو د خطر د مخنیوي لپاره یوه ژمنه وي.

د شانګهای د همکارۍ تړون د شپږ وغړيو هیوادونو چارواکو د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې غونډه وکړه.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د چین، قرغیزستان، قزاقستان، روسیې او ازبکستان استازو ته هرکلی ووایه، ویې ویل، د شانګهای د همکارۍ ټولنې لا هم په سیمه کې د همکاریو، امنیت او ثبات په برخه کې خپل هدف ته د رسېدو لپاره له ټول توانه کار نه دی اخیستی.

د غړیو هیوادونو چارواکو د دوشنبې ښار په غونډه کې د تروریزم، بېلتون غوښتنې او قاچاق پرضد پر خپلو ګډو هلوځلو خبرې وکړې.

د افغانستان پر حالاتو هم دوی وږغېدل. افغانستان له دې ټولنې سره د یوځای کېدو غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *