تاند- دا پوښتنه سي این این تلویزیون د افغانستان د امنیتي ځواکونو په اړه په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې د سرمفتش د یوه راپور له مخې کړې او ویلي یې دي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته افغانان د طالبانو پرضد د جګړې مالي پېټی زغملی شي او کنه.
په راپور کې د دې پوښتنې په ځواب کې ویل شوي چې که د افغانستان حکومت خپل اوسني ټول عواید د ملي اردو پر معاشونو ولګوي دا اردو د ۲۰۱۶ کال په پای کې د امریکايي پوځیانو له پوره وتلو وروسته د طالبانو په وړاندې دفاع کولی شي.
په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې د خاص سرمفتش په درې میاشتني راپور کې د امریکا د سمندري شننو د مرکز د څېړنې په حواله ویل شوي چې افغانستان به د ۳۷۳۴۰۰ امنیتي ځواکونو د ساتنې لپاره د کال ۵ ملیارده او۶ ملیارد ډالرو ترمنځ لګښت ته اړتیا لري.
د امریکا د سمندري شننو د مرکز په څېړنه کې ویل شوي چې دا شمېر پوځیان له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان لپاره ضروري دی.
راپور وايي چې که د افغانستان حکومت یوازې د خپلو امنیتي ځواکونو معاش ورکړي پکار ده چې د دغه هیواد د ټولو دولتي مامورینو، ښوونکو، د روغتونونو د کارکوونکو او نورو ناپوځي ادارو د کارکوونکو معاش او د ودانیزو پروژو لګښت نړیواله ټولنه ورکړي.
په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې (مرستو) د څارنې د سرمفتش په راپور کې ویل شوي چې امریکا د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر روزلو او په وسلو سمبالولو ۶۲ ملیارد ډالره لګولي دي.