د اصلاحات او همپالنې ټيم هڅه کوي، چې د انتخاباتو پايله باطله شي او پر ځای يې هم د اوسني حکومت دوام او هم موقت حکومت ته ترجيح ورکوي.
همپالنې ټيم ته نېږدي سرچينې وايي، چې په تېرو لسو ورځو کې په اوو خپلمنځي غونډو کې په دې بحث شوی، چې د تحول او تداوم ټيم تر برياليتوب د اوسني حکومت دوام د دوی لپاره ښه غوراوی دی، ځکه چې په دولت کې په کافي اندازه د دوی ونډه تامين ده.
خو په عيني وخت کې د همپالنې د ټيم ډېری غړي هم د اوسني حکومت د دوام او هم د موقت حکومت د طرحې جدي مخالفت کوي.
تر دې مهاله د رايو د تفتيش پايله په ډاګه کوي، چې د عبدالله عبدالله سيال اشرف غني احمدزي زياتې رايې ګټلې او د دغه رايو د باطلېدو لپاره موجه دلايل وجود نلري. له بلې خوا د ډاکتر عبدالله پلويان د امريکا او لوديځ د ملاتړ په اړه هم شکمن شوي دي.
د انتخاباتي تفتيش د پروسې ځينې منابع وايي، د عبدالله عبدالله ناظرين د تفتيش په نامه پروسې ته مزاحمت کوي، که دوی له دغه پروسې سره ريښتينی چلند وکړي، د دوو اوونيو په اوږدو کې به ډاکتر اشرف غني احمدزی مطلق اکثريت ګټونکی اعلان شي.
تر دې مهاله د ډېرو سطحې او سليقوي دلايلو پر بنسټ د تفتيش پروسه درې ځلې ځنډول شوې ده. اوس د ټاکنو کميسيون او د يوناما استازي دفتر وايي، د تفتيش لپاره يې نوې طرحه وړاندې کړې او سر له شنبې به قاطع ګامونه واخلي. دوی ويلي، د تفتيش ۱۰۰ ټيمونه به ۱۲۰ ته ورسوي.
د ټاکنو کميسيون او يوناما له خبرو ښکاري، چې دوی د دواړو کانديدانو د ناظرينو له مزاحمت څخه ستړي شوي دي.
ډاکتر عبدالله عبدالله ته نېږدې سرچينې وايي، دغه ډله د خپلو رايو د کمي په اړه نهايت مايوسه ده او دغه مايوسي د تفتيش له لومړي پړاوه منشاء اخلي. سرچينه وايي، په تېرو لسو ورځو کې د اصلاحات او همپالنې ټيم د رهبرۍ غړو په دې هم بحثونه کړي، چې د اوسني حکومت غځېدل او يا هم د موقت حکومت جوړېدل دواړه د تحول او تدوام ټيم تر برياليتو ښه غورا وي دي، ځکه چې په دولت کې په کافي اندازه د دوی ونډه تامين کړې ده.
له بل پلوه په اصلاحات او همپالنې ټيم کې ډېری داسې کسان هم شته، چې د موقت حکومت په جوړېدلو يې جدي غبرګون ښودلی، چې شايد دغه مسايل ژر تر ژره رسنيو ته لاره وکړي، خو سم لاسي همپالنې ټيم هڅه کوي، د رايو د تفتيش پروسه تر پنځو مياشتو وغځيږي او په دې توګه د جوړ جاړيو څه نوي چينلونه ومومي.
بل لورته د د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وايي، د دويم پړاو ټاکنو وروستۍ پايلې به د وږي مياشتې تر درېيمې پورې معلومه شي.
فيضي ويلي، چې د ۲۰۱۴ زېږديز کال د اګست مياشتې تر وروستيو پورې به د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره شي.فيضي وايي، افغانستان د ټاکنو په پروسه کې نور ځنډ نه شي زغملى او نه هم په دې پروسه کې نور ځنډ راتلای شي.
ګرانو هیوادوالو !
داوسنی حکومت دوام یا دموقت دولت جوړیدل بهترینه لاره ده
ګل
د محترم ګل په ځواب کې وایم چې نه کخ داسې کار وشي دا به لویه تېروتنه وي
وسلام
د محترم ګل په ځواب کې وایم چې نه که داسې کار وشي دا به لویه تېروتنه وي
وسلام
سلام او نيكى هـيلى
گرانو وطن والو دگل په نامه چى حًما نوم هم دى يوچا داوسنى حكومت د دوام او يا موقتى اداره جورول تايد كرى چه زه خپله دا دواره نظرونه ردوم حًكه ملت راى وكرى او ملت خپل تصميم نيولى او زه دملت تصميم دخپل حًان تصميم بولم او دزره له كومى ورته احترام لرم دانتخاباتو نتايج بايد اعلان شى او موژ به منو دا نور نظرونه ماته دمنلو نه دى او نه حًوك دبل چا په نامه غلط نظر وركوى
مننه
زموږ افغانان به خوله هر څه نه تر سره کیږی اودا دګاوندی هیوادنو تقاضا او غوښتنه ده چی اوسنی حکومت باید خپل کار ته ادامه ورکړی ځکه په داکتر صاحب غنی او عبدالله کی داوړتیا نشته او که چیرته یی هم په لاندی دلایل باندی نشی کولای چی یو نوی حکومت منځ ته راوړی :
1. دامریکی او اروپایی هیوادنو ترمنځ اختلافونه
2. دامریکی او دافغانستان د ګاونډی هیوادنو ترمنځ اختلافونه
3. دپښتنو بی اتقاقی او دتاجک کانو یوالی
4. دپښتنو نشتون په اوسنی دولت کی او برعکس د تاجکانو زیات شتون
5. د غنی بابا غلط طرحه د اجرایه پست او د داکتر عبدالله او دهغه ډله هیلمه مند کول په سیاست کی په داسی حال کی چی عبدالله مطلق ناکامه و لاکن غنی بابا خپل امیدواری ورکړه
6. دطالبان دفعالیتونه زیات والی
7. دخلکو ناهیله کیدل د انتخاباتو دپایلو څخه چی نن به معلومه شی او سبا
8. دغنی بابا محبوبیت کمیدل یوورځ تر بل ورځی او دخلکو هیله مړاوی کیدل دغنی بابا مقاومت د عبدالله په مقابل کی برعکس د عبدالله دډلی هیله زیاتیدل یا حدی اقل ددی سوچ وهل چی اوسنی دولت باید دوام وکړی ځکه ددوی نماینده ګان پکی زیات دی
9. دغنی بابا هغه څرګندونی چی ګواکی طالبان دده ډله ده دافغانستان ګاوندی هیوادونه بیل الخصوص ایران او روسیه او هند به تشویش کی اچول په داسی حال کی چی طالب یو ثانیه هم غنی بابا به ژوندی پرینږدی ځکه غنی بابا مخکی له مخکی د تړون دا امضا کولو هو کړه کړی ده
10. که چیری د انتخاباتو پایله نورهم وځندول شی د بیچاره خلکو ژوند نور هم خراب او ددوی رجعت بیرته اوسنی دولت ته
ګل