فلم مې لیده، یوه نجلۍ لګیا وي، د غشي ویشتلو لوبه کوي، لینده ورسره وي، یو غشی وار کړي او د نښې یو خوا وولي، بیا په مغرورانه انداز ووایي:

څوک شته، چې سیالي وکړي؟

ناست ټول کسان غلي شي، هېڅوک د نجلۍ وړتیا نشي ننګولای، نجلۍ بل غشی راواخلي، خوله یې له کبرجنې موسکا ډکه وي، غشۍ لینده کې ورکړې او چې تر څو دویم غشی ولي نو له شا یې غږ واوري:

زه یې کولای شم؟!

یو ځوان ورته راشي، ځوان غشي وولي، د نښې منځ ولګي، بیا د نجلۍ وار شي، ځوان یې تر شا ولاړ وي، نجلۍ چې تر څو غشی ولي، ځوان ورته ووایي، نښه دې غلطه ده، د ګوزار په وخت کې نظر په نښې خښ ساته نه په غشي…

هغه ورځ ملګرو سره ناست و، د فکر او فکري داېرې خبره رامنځته شوه، یو ملګري سر ټکاوه، چې د فېسبوک ځينې ملګري زیاتی کوي، له هغو خلکو سره فېسبوکي اړیکي پالي چې مونږ ورسره وران یوو.

څو ملګرو تائید کړه، دلیل یې دا ورکاوه، چې انسان باید دريځ مالوم وي او یو خو پکې لا وویل، چې رحمان بابا فرمايي:

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم

که خزان راباندې راشي که بهار

بیا یې دې شعر ته په تکیه وویل، چې کار پکار دی، مبازره پکار ده، کومو خلکو سره چې مونږ وران یو، باید ملګري راسره برید مالوم کړي، یا مونږ سره شي یا مقابلې ډلې سره.

هر چا خپل نظر ووایه، ځینو یې ویل، چې نه خیر دی، هغه خلک هم زمونږ خپل خلک دي، مونږ له هغو سره نه یو وران، زمونږ هدف یوازې خپله مبارزه ده.

زه تر اخره په یو څه نه رسېدم، چې مونږ د کار او مبارزې نه څه هدف لرو؟

زمونږ څه ساعته بحث ایله په افرادو و، ښه که فرض کړو، چې دې افرادو سره موږ ملګري هم پرېږدو، یا ورسره ناسته پاسته هم پرېږدو او سخت مخالفت یې وکړو زمونږ ستونزه به ورسره حل شي؟

دې پوښتنې ملګري ټول یو څه غلي کړل، ځکه مونږ تر دې وخته په خپلو ستونزو نه وو پوهېدلي مونږ یوازې د افرادو سره بحث کاوه.

پکار خو دا وه، چې مونږ اول خپلې ستونزې پېژندلی وای، په هغو ستونزو کې مو ددې افرادو د کردار ښکارندويي کړې وای او له هغې وروسته مو بیا د هغې ستونزې د حل په لارو چارو فکر کړی وای، نه په افرادو.

زمونږ ادارو کې دا عامه ستونزه ده، چارواکی د فساد په تور بندي شو، له دندې وشړل شو یا بله جزا ورکول شوه؛ فکر په هماغه اداره او هماغه څوکۍ بیا بیا فسادونه کیږي دا ولې؟

دا ځکه چې مونږ ټول عمر کار او فکر په افرادو کړی، نه په ستونزې او که په ستونزې مو هم کار کړی وي نو د ستونزو علت به مو نه وي کړی.

شاداب به ویل، چې که غواړې یوه پروژه ستا په نه موجوديت کې هم پرمخ لاړه شي؛ نو په اړه یې عامه ذهنیت خپور او برابر کړه، بیا که ته نه یې هم پروژه به دې روانه وي او هر ځل به ته دې نه مجبوریږې، چې ورته کار وکړې.

مونږ داسې نه کوو، مونږ د ستونزو په اړه د فلم د نجلۍ په شان فکر په غشي کوو نه په نښه، که د یوه فکر د خپرولو لپاره کار وکړو، نو دا ممکنه ده، چې په لږ وخت ډېر همفکره ملګري او حتی یوه ډله پېدا کړو او پدې افرادو کې دا فکر د سرطان په څېر خپور شي.

خو که وغواړو، چې په یو یو فرد کار وکړو؛ نو هر فرد به ځانته راغواړوو او هر یو فرد ته به جلا جلا خپل فکر تشریح کوو او ددې خطر سره چې کیدای شي، څه وخت ترې انحراف وکړي.

که په رښتیا غواړو خپل کار ته ژمن واوسو؛ نو د افکار روزل پکار دي او مبارزه د فکر سره پکار ده، نه د افرداو سره، ځکه افراد ددې فکر پرزې دي، که یوه نه وي، د فکر رامنځته کونکی به ورته بله پرزه ولګوي.

داسې به د فکر ماشین زمونږ پرخلاف ورځ تر بلې قوي کیږي او پرمخ به ځي او مونږ د پنځو ماشینونو ځواک به یوازې پر دې فکر کوو، چې له دې ماشینه کومه وړه پرزه په څه طریقې ختمه کړو.

د نښې ویشتلو پروخت نظر باید په نښه وي؛ نه په غشي…

له محور ورځپاڼې څخه په مننې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *