تاند- د امریکا پوځ وايي چې شاوخوا ۵۵۰ جګړنانو ته به خبر ورکړي چې تر راتلونکي پسرلي پوري یې دنده پای ته رسېږي او باید له پوځه ووځي.
د امریکا د پوځ په وینا دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې په مجموع کې د دفاع وزارت بودجه کمېږي.
د رخصتېدونکو پوځي صاحب منصبانو او عسکرو په منځ کې هغه کسان هم شامل دي چې اوس په افغانستان کې وظیفه اجرا کوي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د جګړې په جبهه کې پر یو شمېر په خدمت بوختو امریکايی پوځیانو به ژر بد زېری وشي چې ځان ته بل کار پیدا کړي.
د امریکا د پوځ یوه چارواکي جنرال جان کمپبیل وویل، هغو پوځیانو ته چې اوس په جبهه کې دي دا خبر ورکول چې له کاره ایستل شوي دي، خورا سخته دی خو ځیني پوځیان د پوځ په زخیره یا احتیاطي قوې کې جذب کېدای شي.
د امریکا پر پوځ په وروستیو کې په دې خاطر سختې نیوکې وشوې چې ۱۲۰۰ بریدګیو او تورنانو ته یې وویل چې نور پکار نه دي. د دوی په منځ کې ۴۸ تنه هغه بریدګي او تورنان هم شامل ول چې په افغانستان کې یې پوځي خدمت کړی و.
د امریکا پوځ اوس نژدې ۵۱۴۰۰۰ سرتېري لري، خو د بودجې د کموالي له کبله به د سږ کال تر اکتوبره پوري د هغو شمېر ۵۱۰۰۰۰ ته را لږ شي او ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۵ کال تر اکتوبر پوري ۴۹۰۰۰۰ ته لږ شي.