تاند- په داسي حال کې چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د ټولو رایو د تفتیش له پیل کېدو سره د د دواړو کاندیدانو د موافقې هرکلی کوي، څرګنده نه ده چې نن /شنبه/ به د رایو تفتیش پیل شي او که نه شي.
سره له دې چې دواړو کاندیدانو د رایو د تفتیش د څرنګوالي په اړه د ملګروملتو له لوري له چمتو شوې کړنلارې سره موافقه کړې وه، چې پر اساس به یې نن /شنبه/ د رایو تفتیش بیا پیلېږي خو د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم پرون وویل چې ملګروملتو د دوی ملاحظې په خپله چمتو کړې کړنلاره کې په پام کې نه دي نیولي او که د رایو تفتیش هم پیلېږي، دوی به یې په څارنه کې ګډون ونه کړي.
په همدې حال کې ولسمشر کرزي ویلي چې نور د انتخاباتو د پایلو ځنډېدا ورته د منلو نه ده.
ولسمشر کرزي په وروستیو ورځو کې د امریکا، اروپايي اتحادیې او ملګروملتو له اساتزو سره په کتنو کې ویلي چې نور د انتخاباتو د نتیجو ځنډېدل نه شي زغملی، باید د رایو تفتیش پیل شي او د همدې اګست تر پایه مخکې یې بشپړ کړي.
راپورونه وايي چې عبدالله عبدالله حاضردمه د امریکا په متحدو ایالتونو کې دی او داسي ښکاري چې د ده په انتخاباتي ټیم کې ځیني عناصر ګومان کوي چې که ښاغلي عبدالله ته د ملي وحدت په حکومت کې د بایلونکي کاندید په توګه کومه چوکۍ ورکړای شي، د ده د مرستیالانو او نورو غړیو برخلیک به مبهم پاتې شي.
د ښاغلي عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق پرون د ملګروملتو له کړنلارې سره له مخالفته یو ګام ورهاخوا پورته کړ، ویې ویل چې ټولې رایې دې د انتخاباتو له کمیسیونه د کابل هوايي ډګر ته یووړل شي او د انتخاباتو د بهیر ټوله څارنه دې ملګري ملتونه او نور بهرنیان وکړي.
تر دې مخکې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د انتخاباتو په کمیسیون کې د رایو له تفتیش سره موافقه کړې وه او یو شمېر رایې تفتیش هم شوې خو د ځینو نورو مسایلو پر سر د رایو تفتیش ودرول شو.
ددی رای پاڼو نه د استادربانی د حکومت چوکی جوړه شو چه تر کلابه ورسیدل
محقق دخدای تعالی وشرموی سره دعبداله شرمیدلی په خپل ولس باور نلری تر څو به دکفارو زامن زموږ په سر نوشت لوبی کوی
هر څومره خیزکونه چه ووهی بیا هم تاسو دملت نه یی تفارقه انداز خشن افراد یی محقق که دپښتنو په لاس ورشی غالب ګمان کوم چه ټوټه ټو ټه بهیی سره ونه رسیږی دومره جنایتونه یی کړیدی چه حساب کیدای نشی وخت به راشی بیا به حساب کوو
ګرانو هیوادوالو !
یوازنی لاره دموقت دولت یا دواسنی اداره داوم
Gul
زموږ افغانان به خوله هر څه نه تر سره کیږی اودا دګاوندی هیوادنو تقاضا او غوښتنه ده چی اوسنی حکومت باید خپل کار ته ادامه ورکړی ځکه په داکتر صاحب غنی او عبدالله کی داوړتیا نشته او که چیرته یی هم په لاندی دلایل باندی نشی کولای چی یو نوی حکومت منځ ته راوړی :
1. دامریکی او اروپایی هیوادنو ترمنځ اختلافونه
2. دامریکی او دافغانستان د ګاونډی هیوادنو ترمنځ اختلافونه
3. دپښتنو بی اتقاقی او دتاجک کانو یوالی
4. دپښتنو نشتون په اوسنی دولت کی او برعکس د تاجکانو زیات شتون
5. د غنی بابا غلط طرحه د اجرایه پست او د داکتر عبدالله او دهغه ډله هیلمه مند کول په سیاست کی په داسی حال کی چی عبدالله مطلق ناکامه و لاکن غنی بابا خپل امیدواری ورکړه
6. دطالبان دفعالیتونه زیات والی
7. دخلکو ناهیله کیدل د انتخاباتو دپایلو څخه چی نن به معلومه شی او سبا
8. دغنی بابا محبوبیت کمیدل یوورځ تر بل ورځی او دخلکو هیله مړاوی کیدل دغنی بابا مقاومت د عبدالله په مقابل کی برعکس د عبدالله دډلی هیله زیاتیدل یا حدی اقل ددی سوچ وهل چی اوسنی دولت باید دوام وکړی ځکه ددوی نماینده ګان پکی زیات دی
9. دغنی بابا هغه څرګندونی چی ګواکی طالبان دده ډله ده دافغانستان ګاوندی هیوادونه بیل الخصوص ایران او روسیه او هند به تشویش کی اچول په داسی حال کی چی طالب یو ثانیه هم غنی بابا به ژوندی پرینږدی ځکه غنی بابا مخکی له مخکی د تړون دا امضا کولو هو کړه کړی ده
10. که چیری د انتخاباتو پایله نورهم وځندول شی د بیچاره خلکو ژوند نور هم خراب او ددوی رجعت بیرته اوسنی دولت ته
ګل