خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه لیکلي، د بريټانيا صدراعظم ډيويډ كامرون وايي چې په افغان سوله كې ښكېل هېوادونه د افغانستان يووالي ته ژمن دي.
د بريټانيا صدراعظم ډېويډ كامرون له افغان ولسمشر سره په ګډ مطبوعاتي كنفرانس كې افغان حکومت ته ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره د سولې په پروسه کې ښکېل هېوادونه افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي.
ښاغلي کامرون دغه څرګندونې د هغو کنګوسو په غبرګون کې وکړې چې ګواکې ځينې هېوادونه هڅه کوي د سولې بهير په بل لوري بوځي او د ځان په ګټه يې وکاروي.
افغان ولسمشر حامد کرزي په زغرده وویل هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان د سولې بهير له خپل اصلي مسیره کوږ کړي او پر خلکو ملک الطوايفي تحميل کړي.
د افغانستان ولسمشر کابل کې له لومړي وزیر ډېوډ کامرون سره ګډه خبرې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې بريټانيا دې په دې برخه كې بشپړ ډاډ ور كړي.
د چارو شنونكي وايي د افغانستان وېشل او يا هم د ځينو ولايتونو واګي يوې خاصې ډلې ته سپارل په هيڅ صورت سره افغانانو ته د منلو نه دي.
د سياسي چارو شنونكي محمد اسحق اتمر له خدمتګار سره په مركه كې وويل چې له تېرو دوو كلونو داسې ګنګوسې دي چې نړيواله ټولنه غواړي د افغانستان ځينې ولايتونه يوې خاصې ډلې ته ور وسپاري، خو زياتوي چې دا كار به ستونزه نوره هم زياته كړي: ((كه وسله وال طالبانو څو ولايتونه او حتى ټول افغانستان هم وسپارل شي، خو دغه ډله ډېر اوږده اهداف لري او په دغه ساحه كې نه را ايسارېږي.))
نوموړى زياتوي چې هيڅ افغان ته د افغانستان د خاورې تجزيه كول د منلو نه دي، د ډيورنډ له كرښې څه باندې سل كاله تېر شول، خو لا هم د كرښې دواړو خواوو ته افغانان سره بېل شوي نه دي: (( هيڅ افغان ته كه هغه وسله وال طالب دى او كه بل څوك د افغانستان تجزيه ور ته د منلو نه ده او نه به دا كار تر سره شي.))
له افغان ولسمشر حامد کرزي سره یوې ګډې خبرې غونډې ته په وینا کې د بريټانيا صدراعظم وويل، هېواد يې هوډ لري چې له ۲۰۱۴ وروسته د افغان ځواكونو د روزنې لپاره يوه اكاډمي جوړه كړي: (( تر ۲۰۱۴ كال وروسته به په افغانستان كې هيڅ محاربوي ځواكو موجود نه وي، مخكې موږ په ۱۳۰ مخلتفو مركزونو كې و، خو اوس لسو بېسونو ته را ټول شوي يو او د كال تر پايه به څلورو هغو ته راټول شو.))
د بريټانيا صدراعظم تېره ورځ په ناڅاپي سفر كابل افغانستان ته راغى او لومړى هلمند ته ولاړ او وروسته له ولسمشر كرزي سره د ليدنې لپاره كابل ته راغى.
