څو څلوېښت کلونه وړاندې
چي ناورين راغلى نه وو
چي د جنګ بلا مو روږدې پر کور نه وه
خوشالي که ډېره نه وه غم هم لږ وو
ژوند د غره د چينې غوندې
روڼ وو، خوږ وو،
او د مځکې پر سينه باندې بهاند وو
اخترونه له خندا له سولې ډک وو
مينه نه وه د کينې لړم چيچلې
خپلوي ډېره، وروري ډېره، بېلتون نه وو
لوى د لوى زغم خاوندان وو
خوږبويي يې معطر ساته هر لورى
واړۀ واړه د وطن د باغ ګلان وو
څو څلوېښت کلونه وړاندې
چي د سولې زاڼه الوته بې ډاره
چي د جنګ د ښکاري لومه، توپک نه وو
بدمرغي به وه خو دومره ډېره نه وه
ژوند له ډاره داسې زړه نه وو بايللى
لکه خپور يې چي سرطان وي په بدن کې
اخترونه نه وو دغسې پټخولي
لکه ورا د يوې يتيمې خوارې پېغلې
مينه نه وه د تورتم سپيو داړلې
نېستي ډېره وه خو لوږه د مرګ نه وه
لوى د لويو- لويو لارو لارويان وو
نه بلا وه، نه پېرى وو او نه دېب وو
د کمکيو د جنت غوندې جهان وو
يو څو دېرش کلونه وړاندې
هوا ډکه شوه له زهرو
پر وطن مو داسې تور باران را و شو
چي را شنه يې پر هر لور کړل د جنګ زړي
د ماتم بلا شوه لنګه
خوشالي يې کړله بوره په هر کور کې
د خندا په ماشومانو وينې کى شوې
ژوند د سرو لمبو په ډنډ کې لوغړن شو
اخترونه واړه دومره ماتمي شول
چي يې واغوستله بڼه د پاتاوو
جنګ مغول شو
او د مينې پت يې لوټ کړ
سترګې سرې شولې وژل د خلکو خوى شو
لوى د لويو توپکونو توپکيان شول
ګاونډيانو ورته جوړې پټاخۍ کړې
واړۀ ټول د جنګ د لوبو اتلان شول
يو څو دېرش کلونه وړاندې
چي د مرګ موسم راغلى
د ژوند فصل غواړي وينې، اوبه نه څښي
د انسان د وجود بوټى چي را شين شي
بس يا غوڅ شي يا د جنګ ږلۍ پرې وشي
کرونده د ژوندون ورځ په ورځ وچېږي
اخترونه سنګرونه،
اتڼونه پکې ورځ په ورځ ورکېږي
د ډولونو سينې څيرې په مرميو
پټ فرياد يې تر غوږونو نه رسېږي
اخترونه لکه رسم د جنګونو د روزنې
پکې تلين د خوشاليو لمانځل کېږي
د عيدګاه د جوماتونو په خطبو کې
مرثيې د ژوندانه اورول کېږي
لوى د لويو دوکانونو خاوندان شول
پکې ايښې يې وسلې د مصالې وي
توپنچې، توپک، ټېنکونه او مرمۍ وي
واړۀ واړه ښه په منډه ور روان وي
چي پيسې يې جمع کړې وي اختر ته
نه مېوه او نه خواږه ورباندې واخلي
وسله واخلي، زړه يې زښته ډېر خوشال شي
د اختر جامې چي واغوندي را ووځي
يا ورور ولي يا ملګرى، وسلوال شي
بس يو څو کلونه وروسته
چي د جنګ مېوه پخه شي
او د ژوند د دغه وچ راده پر غاړه
پاته څو د سولې زاڼې هم را مړې شي
باچهي شي پر هر لوري د مرګونو
لوى واړۀ له يوه لبه وسلوال شي
ژوند مو واړه د جنګونو زنداني شي
دا خواخوږى ګاونډى به مو خوشال شي.
***
٣١ جولاى ٢٠١٤م کال
ږوب- د کوچني اختر دريمه