تاند- شاوخوا ۲۰۰ نور نړیوال څارونکي پرون /جمعه/ افغانستان ته راورسېدل چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو د تفتیش په بهیر کې ګډون وکړي.
د رایو د تفتیش بهیر، چې ټاکل شوې وه نن /شنبه/ بیا پیل شي، یو وار بیا وځنډېد او وټاکل شوه چې سبا /یکشنبه/ پیل شي.
په تازه راغلیو څارونکو کې د (EUEAT) یا د انتخاباتو د ارزونې د ټیم په په ګډون د اروپايي اتحادیې، د (NDI) یا د امریکا د ملي دیموکراتیک غیرحکومتي انستیتیوت، دیموکراسي انترنشنل DIاو د ازادو انتخاباتو لپاره د اسیايي شبکې څارونکي شامل دي.
د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام په لسګونو ماهران به هم د تفتیش څارنه کوي.
د انتخاباتو جګپوړی نړیوال ماهر جیف فیشر د هغو نړیوالو څارونکو په منځ کې دی چې تازه افغانستان ته راغلي دي.
ده پخوا په ختیځ تیمور او کوزوو کې په انتخاباتو پروسو کې کار کړی دی.
د افغانستان دانتخاباتو خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني نن د عبدالله عبدالله په غوښتنه د تفتیش د ۲۴ ساعته ځنډولو د اعلان په مهال وویل چې سبا په هرصورت د رایو تفتیش پیلوي، که د عبدالله عبدالله څارونکي راشي او یا را نه شي نور دوی انتظار نه شي ایستلی.
په همدې حال کې ویل شوي چې عبدالله عبدالله نن د ملګروملتو ځانګړي استازي یان کوبیش ته ټېلفون وکړ او له هغه یې غوښتنه وکړه چې تر سبا د رایو د تفتیش بهیر وځنډوي.
دانتخاباتو محترم رئيس صاحب ؟
كه جيري دجهان كيري خبري جه عبدالله ته ي به هند كي كري خه فكر كوي او خه بايد وكري كه نه بو هيزي زه به ديو كشر ورور به توكه درته ووايم ته اول ريس جمهور ته دا جريان ووايه بيا دا موضوع دامنيت دولتي دريس سره شريكه كره دلته مستند إسناد لاس ته در غله هر وكري دوطن جه دبردي هيواد سره اريكي نيسي او دهغو به كته كار كوي دي ته ملي خيانت واءي ، دملي خائن دباره به قانون كي أشد مجازات بيشبيني شوي هر خه به توكو تكالو مه أروي سبا ملت دستاسي خخه بوشتني كوي خكه جه اوسني بروسه توله ستا سره ده خبل مسوليت دي رفعه كره
زه ديو استخباراتي،أبرأ تيفي ، او تحقيقاتي كار بوه به نامه تا ته دا مشوره در كوم هواءي كأني نه ولم
سلام داكتراشرف غنى احمدزى صاحب ا
زه تاسوته وايم چى ته ولى دافغانانو ارادى ته احترام نه كوى خلكو تاسوته رايه دركره خپل تصميم ونيوه او تاسويي دافغانستان په خير وبللى او خپل نظريات يي دتاسو په پروگراموكى وليدل مگر په تاسف سره چى عبدالله كله يوه بهانه او كله بله بهـانه كوى او تاسي هـم ورسره منى پداسى حال كى چى دافغنانواكثرت ستاسوسره ولارده بيا هـم عبدالله خپلى غوشتنى په تولو منى اوتاسو هـم ورته غيژوركره او منه او محبت ورسره كوى.
داكتر صاحب نني په پته نشي خورلى سبا حًرنگه د داغلو مخه نسي؟ او حًنگه حكومت كوى او حًنگه به دملت سره چى كومى وعدى كرى سرته رسوى؟ تاسو فكر وكرى دوري دمياشت را په دى خوا تاكنى شوى بيا ددوهم حًل لپاره تاكنى وشوى او نتايج لا نه داعلان شوى كه په حًان كى داتوان نه لرى چى دغلو مقابله وكرى بيا خو ميدان دبايللى ده نورنو ملت دغلطو وعدو منتظر كوه مه اوكه مقابله كوى ورته ميدان ته شه نور نو دكولاب له لندغرو مه بيرژه او ملت هم سترى شوى .
ښاغلی جنرال صاحب حبیب الله جلالزوی! تاسو مهرباني وکړئ دا خپله لیکنه په سمه پښتو بڼه تر سره کړئ. تاسو داسې يښتو لیکئ چې نه یې څوک لوستلی شي او هم د پښتو ژبې د لیکنې سپکاوی دی. ستاسو لیکنه همېشه د نه لوستلو وړ وي. کوښښ وکړئ د پښتو ژبې د لیکنې لپاره سم او مناسب توري په کمپیوټر کې ډاونلوډ کړئ. په درناوي
دير كران ورور سمندرخان ته احترامانه عرض كومة!
زه بشتون يم او بشتون به أوسم او بشتو ته به هيخ كله سبكاوي ونه كرم خكه جه بشتو ته سبكاوي زما خبله سبكاوي دي
دي ته زه هم متوجه شوي يم جه د ليكني او كنترول وروسته بيا هم كمبيوتر غلطي منخ ته راوري هيله مند يم جه خبله خبره بير ته وأخلي او نور مي تهديد نه كري دا ده جه مونز بشتانه يو بل ته احترام نه لرؤ او خلك زمونز دبي اتفاقي خخه رنكارنك رنك استفادي كوي
به خورا درناوي
نوت : ديته هم متوجه اوسه جه به كمبيوتر كي دبشتوزبي خانكري حروف نه شته
ماد حربي بوهنتون به اخر كي دبشتو زبي امتحان وركري او دبشتو زبب شهادت نامه لرم به شهادت نامه كي رأته ليكل شوي جه دبشتو زبي شه شوونكي كيداي شي او هره مياشت مي (٥٠) افغاني دبشتو دزبي امتياز اخسته
ته دي رأته زوندي أوسي
ښاغلۍجنرال حبيب الله جلالزوي سلامونه او ښی چاری! پدی هیله چی ورځنۍ چاری د دسوکالۍ او خوښۍ سره ملی وی!
ښاغلۍ جنرالصاحب په کمپیوټر پروګرامونو او نرم کالیوکی بالکل پښتو فونټ شته دی لکه دا چی زه یی درته لیکم، یوازی دومره وکړه چی له سیستم نه یی خپل کمپیوټر ته راښکته کړه، سپکاوۍ خو یی د خدای نکوۍ،ولی به څوک کوم بل چا ته بی موجبه سپکاوۍ کوی!مګر دلته زه د ښاغلۍ سمندر پخوا یم دا ستا په خاطر نه! بلکه داد ښتو ژبی په توسن! ځکه چی په نړیوال جال کی د پښتولیکنی او نثر دګرامر او لغتون د کارونی له اړخه ډیر کمزورۍ دۍ یو لوی لامل یی همدا د پښتو فونتو نو د نه کارونی له کبله دۍ او بل لامل زموږ دډیرکی پښتو ویونکو او لوستونکودخپلی پښتو ژبی په اړوند علمی پانګی او بډاینی نشتوالۍ دۍ،نو زما په اند دغه لاملونه په ټولیزه توګه زموږ د ژبی دخوارځواکۍ سبب ګرزیدلی دی ، کچیری موږ د یوی ښه سوچ او مفکوری تر څنګ د خپل اند د رسولو لپاره ښه بډایه او کره پښتو ژبه پکار یوسو نو په رښتیا سره به لوستونکو باندی یو په دوه اغیز وکړی .په درنښت
ښاغلی جنرال صاحب ته نیکی هیلی وړاندی کوم.
د پښتو ژبی فونت پدی ترتیب سره خپل کمپیوتر ته ډونلوډ کړی:
د خپل کمپیوتر د ستارت تڼۍ کلیک کړی او پاس به د کنترول پانیل اپشن ووینی. بیا پر دی تڼۍ کلیک کړی. بیا به د کلاک ، لنګویج او ریجیون اپشن باندی کلیک کړی او ورپسی به د لنګویج او ریجیون په اپشن کلیک کړی تر څو د ژبو له فهرست نه پښتو ژبه انتخاب او خپل کمپیوتر ته یی ډونلوډ کړی نو تاسو به په صفا او ښکلی پښتو ژبه لیکنی وکړی.
یوه بله لاره هم لری او د انترنت له لاری پښتو کیبورد انتخاب کړی تاسو دلته د پښتو توری پيد کولای شی . ستاسو د لابریالیتوب په هیله