د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،چک او نرخ ولسوالیو کې تېره شپه د بېلابیلو پېښو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان وژل شوی،د دوو وزیرستانیانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي .

په چک ولسوالۍ کې د دوو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د دوو وزیرستانیانو په ګډون شپږ وسله وال طالبان ټپیان شوي او همدا راز دوه نور ژوندي نیول شوي دي .

همدا راز په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو لوړ بوړی قوماندان زرقاوي وژل شوی دی .

په همدې حال کې د مرکز میدان ښار په ده حیات سیمه کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې به ترڅ کې بېلابېل مهمات کشف او ترلاسه کړي دي .

درنښت

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *