لیکنه: اباسین بریال
دا ليكنه په محور ورځپاڼه كې خپره شوې
د ۲۰۰۹ کال انتخاباتو نړیوالو ناظرینو د خپل ماموریت د راپور وروستۍ جمله کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر ته لیکلي و، ((غوټه خلاصه شوه، اما طریقه یې په زړه پورې نه وه)).
د نړیوالو ناظرینو اشاره دې ته وه، چې له افغان ټاکنو سره یو غیر اخلاقي چلند دود شو او دې ګناه کې بهرنیان ډوب دي.
په ۲۰۰۹ کال ټاکنو کې عبدالله د امریکا او کرزي د تقابل ګډوری و، د فشارونو انتها نوموړی اړویست چې په سرو سترګو د لویې جرګې تالار کې له خپلو ملګرو د ناکام مزل مننه وکړي. په ۲۰۱۴ کې عبدالله یوار بیا ځان د هماغسې غلط فهمۍ ښکار کړ، ټاکنو ته ودرید، خو البته داځل یې داکار بیخي پخپل سر وکړ یعنې ملګري قوماندانان یې د قانوني او اسماعیل خان په شمول ورسره موافق نه وو.
که څه هم هغه مهال د کرزي په حکومت کې عبدالله ته هم د اشرف غني او عطامحمد نور په څير ځای و، خو نوموړي په اپوزیسیون کې د مارشال فهیم پرضد لوبېدل غوره وګڼل، ځکه چې دی د خپل بل ملګري د ونډې ښکار شوی و.
په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې ډېرې بدې پيښې وشوې، ولسمشر کرزی له لومړي سره له امریکایانو سره میدان ته راوتلی و، امریکایانو هم په حکومت کې داخلي مزاحمتونه ایجادول او هم یې له طالبانو سره پټ تارونه ځغلولي وو، مګر له دې سره سره د عبدالله اپوزیسیون ته دبهرنیانو هغسې توجه نه وه، لکه ده چې یې له بهرنیانو انتظار درلود.
د ۲۰۱۴ کال تر ټاکنو حتی څو میاشتې وړاندې هم امریکایانو د ولسمشر کرزي کاندید ته کتل چې دوی یې وپيژني او راخپل یې کړي، دې برخه کې بیا هم د یو پښتون بدیل لپاره لېوالتیا زیاته وه، خو په حقیقت کې یا امریکا هغه شخص ونه موند او یا یې خوښ نشو، ځکه په ټاکنو کې د مداخلې په لټه کې شول. په ټاکنو د ولسمشر کرزی تسلط د امریکا نه خوښېده، کرزي بیا له وړاندې له انتخاباتي شکایتونو کمیسیون څخه د دوه بهرنیانو په ایستلو سره قانوناً د امریکا د مداخلې لاسونه لنډ کړي وو.
له انتخاباتو سره د تړلیو ځینو نړیوالو موسسو په شمول عبدالله عبدالله ته له بېلا بېلو چينلونو په وروستیو ټاکنو کې د امریکا ۱۷۰ میلیون ډالره رسېدلي دي، ددې پیسو نیمايي نورې یې طلوع ټلویزون ته د انتخاباتي پوښښ لپاره ورکړل شوې.
اوس ټاکنې د پخوا په شان نه وې، کرزي د بې طرفۍ په نامه خطرناکه بې تفاوتي غوره کړې وه او امريکا غوښتل راتلونکی ولسمشر د مشروعیت له اړخه د هغه هېواد سفارت ته محتاج وي. د یونما رهبري هم د مشرتوب د کمزورۍ له وجې د سفارت تر کامل اغېز لاندې راغلې وه، په دې دلایلو د ټاکنو د نتیجې مدیریت بحراني شو.
عبدالله کټ مټ په هماغه زاړه موقعیت کې دی، چې بریالی ندی، خو د ټاکنو د مزاحم په توګه د امریکا ملاتړ لري. د موازي حکومت تر اعلان مخکې له خپل حریف سره د واک د ویش پرسر یې د امریکا تضمین ترلاسه کړی و، خو عملا ًبیا داسې ونشول. په هرصورت امریکا د ټاکنو په پایله کې د مشروع حکومت د جوړېدو ضرورت ويني او یو ستر دلیل یې د امنیتي تړون لاسلیک دی، خو همزمان هڅه کوي، په دریو دلایلو د ټاکنو کړکیچن نتایج ددوی تصویب ولري:
۱ – احتمالاً نوی ولسمشر د کرزي د برنامې برخه دی، نه یوازې چې په ولسمشر د کرزي اغیز باید له منځه لاړشي، ولسمشر کرزی خپله هم له حکومتي تصامیمو لرې وساتل شي.
۲ – د ټاکنو دواړه کميسیونونه او چارې یې د بهرنیانو له نفوذه خالي شوي وو او په دې توګه له قانوني چينله د بهرنیانو د مداخلې امکان ختم شوی و، وروستیو انتخاباتي کشالو دواړه انتخاباتي کمپونه او هم کرزی اړ کړ، چې د لسو پرځای د شپږ سوه بهرنیو انتخاباتي متخصصینو هجوم ته د ضرورت په سترګه وګوري.
۳ – د روسیې، ایران او احتمالاً چین په سیاسي ادرسونو د سرمایه ګذارۍ مانور، چې ظاهراً یوه او باطناً بله مانا لري اخري دلیل دی.
که څه هم دنوي حکومت د کار پیل د دقیقې نېټې وړاندوینه سړی پال بین ښکاروي، خو عبدالله عبدالله ته ددې مجال کم دی، چې په صحنه کې دې تردې ټيګې پښې کېښودای شي.