دوه برجونه
د پراګ د ښار په منځ کې مې تر یوه زاړه برج لاندې یوه ببرږیري ته ورپام شو چې څڼې یې پر ولیو پرتې وې، د شرابو پر سپین رنګه ښیښه اي بوتل یې یو لاس کلک نیولی و، سر یې زنګیده. پر نیم مخ یې سیوری و او نیم یې لمر ته ځلیده. غځولې پښې یې بې کوري د برج په څیر خیرنې کړې وې.
د پراګ په منځ کې څو ځایه پخواني برجونه ښکارې چې تر اووه اته منزلو جګ دي او د غرنیو کاڼو رنګ یې د زمان له تیریدو سره تور بخون شوی دی.
ټک شو، د دې سړي له لاسه بوتل وخوځیده او د مځکې له کاڼو سره یې د لګیدو غږ راپورته شو. ده ټکان وخوړ، تر ببرو وریځو لاندې شنې سترګې یې نیم کشو ونیولې. زه د برج هغه بلې ډډې ته تاو شوم.
هلته یو انځورګر د یوې تختې شاته ولاړ و. برش یې پر تخته وواهه او ماته یې وویل:
– اجازه مې پرون ترې اخیستې وه هغه وخت ډیر نشه نه و
– د څه شي اجازه؟
– تیره ورځ مې دې سړي ته ویلي و چې سبا به مې د رسامي وسایل راوړم که دلته وې رسم به دې وباسم
– ده ومنله؟
رسام له مځکې یوه پلاستکي کڅوړه راجګه کړه:
– هو یو شرط یې راته ایښی و چې بیا به دوه ډبیه بیر ورته اخلم، تیار مې ورته راوړي دي.
پای