لیکوال: خواجه شفیق الله محمدي
ژباړونکې: روضیه بهیر
مسواک او د هغي ګټي
حضرت مخمد (ص)فرمایي: که د اویره نه وای چي امت مي له ستونزو سره مخ شي حتمن به مې امر کړای وای، چي له هر لمونځ نه مخکي مسواک ووهي(مسلم او ابوهریره).
حضرت مخمد (ص) فرمایي: هغه لمونځ چې محکي ور څخه مسواک وهل کیړي، دهغه لمونځ په پرتله چي مخکي ور څخه مسواک نه وهل کیږي او یا ځله غوره دی (بیهقي).
حضرت عایشه (ص)فرمایي:
حضرت مخمد (ص)عادت د اسي و، چي خپل شپه یا ورځ به هروخت له خوب
نه پاڅیده له اودس نه مخکې به يي مسواک واهه(ابو داود).
له عامر بن ربعه (ص) نه روایت شوی دی او وایي چي حضرت محمد (ص) به دومره مسواک واهه چي په روژه کي به ما د هغي حساب نه شو کولای(ترمذي).
عایشه (ض) فرمایي: چي حضرت محمد (ص) د ژوند په وروستیو شیبوکي مسواک ووهه، کله چي ما له ورور عبدالرحمن نه مسواک واخیست. مسواک وچ و، ما خپل د خولي په لاړو مسواک لوند کړ،چي زما او د هعه مبارک د خولي لاړي یوځای شوې.
څلور شیانو د پیغمبرانو صفتونه نو څخه دي لومړی شرم او حیاء، دویم عطر، درېیم له مسواک څخه ګټه اخیستل، څلورم نکاح او واده کول(ترمذي ابو ایوب انصاري).
رسول اکرم (ص) فرمایي:
مسواک خوله پاکوي د الله (ج) درضایت وړګرځي، د سترګو نور او د لیدني قوت زیاتوي (ابوهریره ).
حضرت محمد (ص) چي به له خوب نه پاڅیدو له خوب نه مخکي او له اودس نه مخکي، له ډوډي نه مخکي او کله چي به له بهر نه کور ته راغي، مسواک به یي واهه.
د مسواک حکمت او په جنک کي د کفارو تیښته
یوه ورځ دکفارو او مسلمانانو جنګ و، د کفارو شمېر ډیر وو او د مسلمانانو شمیر کم وو، څه پاتې نزدي و چې کفار مسلمانان شهیدان یا اسیر کړي. یو مسلمان وویل: راځئ چې مخکې له شهید کېدو نه د پیغمبر (ص) یو سنت پر ځای کړو.
حضرت محمد(ص) هم مخکې له رحلت څخه مسواک وهلی و، دوی هم خپل مسواکونه له جیبو نه راویستل او په مسواک وهلو یې شروع وکړه کفار چې نژدې شول یو بل ته یې وویل هغوی سړي خوړونکي دي خپل غاښونه زمونږ د خوړلو له پاره تېره کوي او همدا و چې د مسواک وهلو په حکمت سره د کفارو لښکر ماته وخوړه او وتښتېدل.
د عربستان د یوه روغتون په یو کنفرانس کې ډاکټرانو دا اعلان وکړ چې د مسواک استعمال د برس او له کریم څخه څو برابره ګټه لري.