محمد (ص)

لیکوال: خواجه شفیق الله محمدي

ژباړونکې: روضیه بهیر

اودس او مسایل یې

رسول اکرم (ص) فرمايي: څوک چې اودس وکړي او بسم الله ووايي، اودس د هغه ټول بدن پاکوي او که څوک اودس وکړي او د الله (ج) نوم وا نه خلي اودس یوازې د هغه د اودس غړي پاکوي ( ابوهریره).

رسو الله (ص) فرمايي:له ډوډې نه مخکې او وروسته اودس کول بې وزلي او بېچاره ګي له منځه وړي دا عمل د پیغمبرانو سنت دی (طبرانی ابن عباس(رض)).

د اوداسه د شروع دعا

بسم الله الرحمن الرحیم د اوداسه د منځ دعا الهم جعلنی من التوابین و اجعلنی من المتطهرین ژباړه: خدایه ما د پآکوونکي او توبه کونکي څخه وګرخوه .

له اوداسه نه وروسته دعا

اشهد ان لا اله الا الله وحده لاشریک له و اشهد ان محمدا عبده و رسوله (مسلم).

ابوهریره (رض) وايي: حضرت محمد(ص) راته و فرمایل ای ابوهریره کله چې اودس کوې، بسم الله و الحمد الله وایه تر څو چې په اوداسه یې ساتونکي ملکې دغه عملونه لیکي. څوک چي د شپې په اوداسه ویده شي او مړ شي شهید دی.

له اوداسه نه وروسته انا انزلنا ویل ثواب لري.

حضرت محمد (ص) خپلو یارانو ته وفرمایل: داسې فکر وکړئ چې ستاسي د یو کور په مخکې د اوبو ویاله ده او تاسې په هغې کې ۵ ځلې ځان ووینځي، نو ستاسی په بدن کې به خیره ولیدل شي. صحابو وویل نه یار رسول الله.

رسوالله (ص) وفرمایل: اودس او پنځه وخته لمونځ همداسې دی.

اودس څو فرضونه لري؟

اودس څلور فرضونه لري: د مخ وینځل، د غوږونو له نرمۍ تر بل نرمۍ پورې، د زنې لاندې د تندي تر اخري پورې، لاسونو وینځل تر څنګلو پورې، د سر څلورمه برخه مسحه کول، د پښو وینځل تر بجلکې پورې، که د غو څلورو فرضونو ته ښه پاملرنه ونه کړو، نو او دس مو نه کېږي.

د اوداسه سنتونه:

د بسم الله ویل، د دواړو لاسونو وینځل تر بندونو پورې، د خولې وینځل، مسواک وهل، په پزه کې اوبه اچول، د ټول سرمسح کول، هر غړي درې ځلې وینځل، د غوږونو مسح کول، د لاسواو پښو د ګوتو او د ږیرې خلال کول، د هر غړي وینځل مخکې له وچېدو څخه.

د اوداسه مکروهات:

په ناپاک ځای کې اودس کول، په ښي لاس د پزې پاکول، د اوداسه په وخت کې دنیاوي خبرې کول.

د اوداسه مستحبات: له ښی اندام نه شروع کول، مسح کول، د قبلې په طرف کیناستل، په جګ ځای کې کیناستل.

د اوداسه د ماتونکو توضیح:

په ډکه خوله کانګې، خندا قهقه په لمانځه کې، یو شي ته تکیه کول، که لری شي وغورځیږي، د بدن له دواړو لارو څخه د څه شي وتل، د لیونتوب، بي هوشي، د بدن ویني کېدل که له خپل ځای څخه حرکت وکړي، د وینې خارجیدل.

که یو چا هیر کړي وي چې اودس لري که یا نه څه باید وکړي؟ یقن شرط دی ایا په هغه پاتې شو اوبو باندې چې د حیواناتو غوښه حلاله وي غسل او اودس کېږي که نه؟ هو پاتې اوبه له هغه حیواناتو څخه چې غوښه یې حلاله وي او دس او غسل کېږی، لکه: غوایه، پسه، په دې صورت کې، که د حیواناتو په خوله او اوبو کې ګندګي ونه لیدل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *